پېښور 05 دسمبر (اے پي پي) کُرم او د خېبر پښتونخوا په صورتحال آل ګونديز کنفرنس د پېښور په ګورنر هاؤس كښې روان دے د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی په بلنه آل ګونيدز کنفرنس كښې د عوامی نېشنل پارټڼي لارښود میاں افتخار حسین،د قومي وطن ګوند لارښود آفتاب شیرپاؤ، د جماعت اسلامی پروفیسر ابراهیم، عنایت الله او د نورو ګوندونو قائدینو انجینئر امیر مقام، مولانا لطف الرحمان، محمد …
د ناامنۍ له امله صوبه ځپلې شوي۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ټول ګونديز کنفرنس ته وينا

مزید خبریں
پېښور 05 دسمبر (اے پي پي) کُرم او د خېبر پښتونخوا په صورتحال آل ګونديز کنفرنس د پېښور په ګورنر هاؤس كښې روان دے د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی په بلنه آل ګونيدز کنفرنس كښې د عوامی نېشنل پارټڼي لارښود میاں افتخار حسین،د قومي وطن ګوند لارښود آفتاب شیرپاؤ، د جماعت اسلامی پروفیسر ابراهیم، عنایت الله او د نورو ګوندونو قائدینو انجینئر امیر مقام، مولانا لطف الرحمان، محمد علی شاه باچا، محسن داوړ، سکندر شیر پاؤ ګډون وكړو دغسې پي ټي آئي په اے پي سي كښې ګډون كولو څخه انکار کړے ۔اے پي سي پرانستي سېشن ته وينا كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی ووئيل د ناامنۍ په تناظر كښې اے پي سي كول د وخت تقاضا وه ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل د کرم صورتحال د ټولو په وړاندې دے، ناامنۍ له امله ټوله صوبه ځپلې شوي،د بده مرغه د صوبې په حالاتو په اسمبلۍ كښې كومه خبره نه كېږي۔ده ووئيل پكار خو داسې وه چې اے پي سي صوبائی حکومت رابللي وه خو هغوي تر اوسه د امن وامان په صورتحال خبره هم نه ده كړې۔په دې موقع وفاقی وزیر امیر مقام د اے پي سي په كولو د كے پي كے ګورنر اقدام ستائلو سره ووئيل د اولس مسئلو حل كولو ته د خېبر پښتونخوا ګورنر پام لرنه نه كوي ۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت وسائل په احتجاج او پرلتونو خرڅ كېږي، اے پي سي كښې د خېبر پښتونخوا حقیقی قیادت شریك دے ، د خېبر پښتونخوا اولس لپاره د پي ټي آئي حكومت څه هم نه دي كړي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د پرلتونو او احتجاج سیاست كوي،هغه په صوبه كښې د امن وامان سره څه كار نه لري، کرم كښې مړي شوي او هغه په اسلام آباد بريد كولو كښې بوښت وو۔بل پلو ميډيا سره خصوصی خبرو كښې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر ډاکټرعباد ووئيل صوبه كښې ناامنی زياته شوې۔ده ووئيل د سنګین نوعیت مسئلو باوجود د پي ټي آئي حكومت په مسئلو خبره كول هم نه غواړي۔









