په احساس اپنا ګھر اسکیم عمل درآمد لپاره د هاؤسنګ محکمې او د خيبر بينك ترمينځه په مفاهمتی یاداښت لاس ليك وشو

پېښور 04 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا کم آمدن لرونكو له معیاري استوګنې وركولو لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت ښه اقدام كولو تر مخه په احساس اپنا ګھر اسکیم عمل درآمد لپاره د هاؤسنګ محکمې او بینك آف خېبر ترمينځه مفاهمتی یاداښت لاس ليك شوے۔ پېښور كښې د وزیراعلیٰ كور نه جاري بيان له مخې د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستوره چيف منسټر هاؤس كښې وشوه۔د …

پېښور 04 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا کم آمدن لرونكو له معیاري استوګنې وركولو لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت ښه اقدام كولو تر مخه په احساس اپنا ګھر اسکیم عمل درآمد لپاره د هاؤسنګ محکمې او بینك آف خېبر ترمينځه مفاهمتی یاداښت لاس ليك شوے۔ پېښور كښې د وزیراعلیٰ كور نه جاري بيان له مخې د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستوره چيف منسټر هاؤس كښې وشوه۔د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور د دستوري خاص ميلمه ؤ ۔ د صوبائی کابینې غړي ډاكټر امجد علی خان او مزمل اسلم نه علاوه د بینك آف خېبر چارواكو پشمول اړوندو كسانو دستوره كښې ګډون وكړو۔د اسکیم ترمخه کم آمدن لرونكو له به د نوي كور جوړولو يا د وجودہ مرمت لپاره تر 15 لاكهه روپو د سود نه غير پور وركولې شي۔په دې اسکیم به څلور اربه روپۍ لښګت راځي۔ د پور بيرته ستنولو لپاره د 7 كالو آسان شیډول تجویز کړے شوے ۔د قرض بيرته وركولو مياشتنے قسط به د زيات نه زيات تر 18 زره روپۍ وي۔ دا سکیم به د ریوالونګ فنډز سسټم ترمخه تر راروانو 7 كلونو روان وي۔د دې سيكيم ترمخه د پور ترلاسه كولو لپاره به خپلي ملکیتي زمكي ته اړتيا ده۔دستوري ته وينا كښې د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور ووئيل وګرو له د استوګنې معیاری آسانۍ وركولو ته موجوده حكومت خاص پام لرنه كوي،احساس اپنا ګھر اسکیم اجراء په دې لړ كښې يوه برخه ده۔ده ووئيل دا د موجودہ صوبائی حکومت يوه بله فلاحی منصوبه ده،د دې پروګرام ترمخه د صوبې کم آمدن لرونكو له معیاری د استوګنې سهولیات وركولو لپاره به د سود نه غير قرض وركولې شي، د اسکیم ترمخه د سود نه غير قرض وركولو عمل كښې به شفافیت په هر لحاظ باوري كولې شي۔ده ووئيل دا خبره به باوري كولې شي چې دا قرض به صرف حقدارو ته ترلاسه كيږي، احساس پروګرام ترمخه صوبائی حکومت نوري فلاحی منصوبې هم پېل كړي۔ده ووئيل په دغه منصوبو كښې احساس نوجوان، احساس هنر او احساس روزګار شامل دي

مزید خبریں