د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثه سلاحكار عرفان صديقي د ډاكټر اسلم فرخي په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثه سلاحكار عرفان صديقي د نوموړي استاد٬محقق٬اديب او دانشور ډاكټر اسلم فرخي په مړينه خواشيني ښودلې ده ۔د اروښاد زوي ډاكټر آصف فرخي په نامه د غمرازۍ په خپل پېغام كښې عرفان صديقي ووئيل د ډاكټر اسلم فرخي مرګ قامي زيان دے۔هغه د علم٬ادب٬ تحقيق او تدريس په مېدان كښې ښه خدمات ترسره كړي۔عرقان صديقي دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ د زغم توفيق وركړي