كوئټه 17ستمبر(اے پی پی)امنيتي ځواكونو د بلوچستان د آواران ضلعې په بدرنګ سيمه كښې د "آپريشن ردالفتنه 3 "له مخې د انټيلي جنس بيسډ كاميابې كاروائي كولو سره د بهرنۍ مرستې لرونكې ترهه ګر ډلې فتنه الهندوسان 3 ترهه ګر ووژل ۔سكيورټي ذريعو له مخې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د قبضې څخه په لوي مقدار جديد وسله٬ چاودېدونكي توكي او تخريبي مواد برآمد شوي ۔ د ذريعو وينا …
آپريشن ردالفتنه 3 ٬ د آواران په بدرنګ سيمه كښې د امنيتي ځواكونو آپريشن٬د فتنه الهندوستان 3 ترهه ګر ووژل شول
كوئټه 17ستمبر(اے پی پی)امنيتي ځواكونو د بلوچستان د آواران ضلعې په بدرنګ سيمه كښې د “آپريشن ردالفتنه 3 “له مخې د انټيلي جنس بيسډ كاميابې كاروائي كولو سره د بهرنۍ مرستې لرونكې ترهه ګر ډلې فتنه الهندوسان 3 ترهه ګر ووژل ۔سكيورټي ذريعو له مخې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو د قبضې څخه په لوي مقدار جديد وسله٬ چاودېدونكي توكي او تخريبي مواد برآمد شوي ۔ د ذريعو وينا ده چې د ځواكونو پرله پسې٬موثر او ټارګټډ آپريشن په نتيجه كښې په صوبه كښې د انتشار خپرونكې ترهه ګر نيټ ورك ملا ماته شوې ده او ورته لويې ځاني او مالي زيان رسولے شوے ۔امنيتي ځواكونو د دې عزم پخلے وكړو چې بلوچستان كښې د تل پاتې امن راوستو ٬د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره او د هېواد دښمنه ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو تر خاتمې به كاروائي د كةم تعطل نه غېر روانه وي











