په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د اوورسیز پاکستاني کميشن ترمیمی بل 2024 منظور كړے شو

پېښور ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د اوورسیز پاکستاني کمېشن ترمیمي بل 2024 منظور كړے شوے۔ د نهې په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال بل د قانون صوبائي وزير آفتاب عالم اېډووکېټ غونډې ته وړاندې كړو۔ د بل له مخې د خېبر پښتونخوا د سمندر پورې وګړو د حقونو تحفظ له به كمېشن جوړولې شي۔ د بل تر مخه د بېس ګرېډ يا …

پېښور ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د اوورسیز پاکستاني کمېشن ترمیمي بل 2024 منظور كړے شوے۔ د نهې په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال بل د قانون صوبائي وزير آفتاب عالم اېډووکېټ غونډې ته وړاندې كړو۔ د بل له مخې د خېبر پښتونخوا د سمندر پورې وګړو د حقونو تحفظ له به كمېشن جوړولې شي۔ د بل تر مخه د بېس ګرېډ يا دې څخه د پورته ګرېډ سركاري افسر به د اوورسيز كمېشن كمشنر ټاكلے شي او وزیراعلی به د اوررسیز کمېشن چئیرپرسن وي۔ د سپیکر په مشاورت به د اسمبلۍ دوه غړي هم د كمېش ممبران وي۔ کمشنر به هره مياشت د كاركردګۍ رپورټ جمع كوي۔ بل کمېشن به هر څلور مياشتې پس د كمشنرز د كاركردګۍ جاج اخلي۔ كمشنر به د اوورسيز وګړو شكايتونه اړوندې سركاري ايجنسۍ يا ضلع كمېټۍ ته لېږي۔ كمشنر به د شكايتونو د ازالې نه كولو په صورت كښې د سركاري افسرانو په ضد كارروائي تجويز كوي

مزید خبریں