د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی د سیاسی لارښودو د كوهاټ دوه،د كرم په معامله جوړې شوي ګرینډ جرګے كښې ګډون

پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی د صوبې سیاسی قیادت او سیاسی لارښودو سره كوهاټ ضلع دوره وكړه او كرم ضلع په معامله جوړې شوي ګرینډ جرګے كښې ئې ګډون وكړو۔د خېبر پښونخوا ګورنر سره د كوهاټ ګرینډ جرګه كښې په ګډون كونكو كښې د مسلم لیګ(ن) صوبائی صدر او وفاقی وزیر انجنئیرامیرمقام،د اے این پی صوبائی صدر میاں افتخارحسین، د پاكستان پیپلز …

پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل كریم كنډی د صوبې سیاسی قیادت او سیاسی لارښودو سره كوهاټ ضلع دوره وكړه او كرم ضلع په معامله جوړې شوي ګرینډ جرګے كښې ئې ګډون وكړو۔د خېبر پښونخوا ګورنر سره د كوهاټ ګرینډ جرګه كښې په ګډون كونكو كښې د مسلم لیګ(ن) صوبائی صدر او وفاقی وزیر انجنئیرامیرمقام،د اے این پی صوبائی صدر میاں افتخارحسین، د پاكستان پیپلز ګوند صوبائی صدر سید محمد علی شاه باچا، د قومی وطن ګوند صوبائی چئرمېن سكندرحیات شیرپاؤ، د جے یو آئی (س) حافظ عبدالرافع، مولانا عبدالواحد خطیب، د جماعت اسلامی صوبائی صدر پروفیسرابراهیم، د شیعه علماء كونسل نائب مركزی صدرمولانا رمضان توقیر، د مسلم لیګ (ق) انتخاب چمكنی،د نېشنل ډیموكریټیك موومنټ بشریٰ ګوهر او پخواني وفاقی وزیر ساجد حسین طوری شامل وو۔د ګرینډ جرګے د نظامت فرائض د كوهاټ ډویژن كمشنر معتصم بالله ترسره كړل۔جرګه كښې په كرم ضلع كښې اوسنو پېښو كښې شهيد شويو كسانو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړې شوه۔په دې موقع ګرینډ جرګے ته وينا كښې ګورنر فیصل كریم كنډی ووئيل كرم ضلع كښې كوټلي امن له پشتون مشران مهم كردار ترسره كولے شي ،سیاسی مشران او د سيمي مشران عمر له د سيمه ايزو شخړو مستقل ختمے سبب جوړ ګرځيدلي ۔ ده ووئيل د صوبې د ټولو سیاسی مشرانو مننه كوم چې نن ئې زما سره په دې ګرينډ جرګه كښې ګډون وكړو،د كرم اولس زمونږ وګړي دي، نن دلته ټول سیاسی قیادت د خپلو وګړو خوا له راغلې دې، د جرګے سره چې كرم كښې د امن لپاره هلته څومره هم ورځي كېښناستل وي هغې له چمتو يو۔ګرینډ جرګے تهوفاقی وزیر انجنئیرامیرمقام،د اے این پی صوبائی صدر میاں افتخارحسین، د پاكستان پیپلز ګوند صوبائی صدر سید محمد علی شاه باچا، د قومی وطن ګوند صوبائی چئرمېن سكندرحیات شیرپاؤ، د جے یو آئی (س) حافظ عبدالرافع، مولانا عبدالواحد خطیب، د جماعت اسلامی صوبائی صدر پروفیسرابراهیم، د شیعه علماء كونسل نائب مركزی صدرمولانا رمضان توقیر، د مسلم لیګ (ق) انتخاب چمكنی،د نېشنل ډیموكریټیك موومنټ بشریٰ ګوهر او پخواني وفاقی وزیر ساجد حسین طوری، د كوهاټ میئر قاری شیر زمان، جسټس ابن علی، احمد ابراهیم پراچه، آصف پراچه، حاجی نورجت، مولانا عبدالله واحد او نورو قبائلی مشرانو هم خطاب وكړو۔

مزید خبریں