د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره د فاټا څخه تعلق لرونكو پخواني پارلماني غړو پلاوي وليدل

پېښور 30 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره د فاټا څخه تعلق لرونكو پخواني پارلماني غړو پلاوي وليدل۔پلاوي كښې پخوانې ګورنر انجنیئر شوکت الله، سابق وفاقی وزيرانو جی جی جمال خان، حمیدالله جان آفریدی، سینیټر صالح شاه او سینیټر میاں محمد حسین شامل وو۔پلاوي د خېبر پښتونخوا او په خاص توګه ضم شوي ضلعو او کرم كښې د بدامنۍ په خراب صورتحال د تشویش …

پېښور 30 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره د فاټا څخه تعلق لرونكو پخواني پارلماني غړو پلاوي وليدل۔پلاوي كښې پخوانې ګورنر انجنیئر شوکت الله، سابق وفاقی وزيرانو جی جی جمال خان، حمیدالله جان آفریدی، سینیټر صالح شاه او سینیټر میاں محمد حسین شامل وو۔پلاوي د خېبر پښتونخوا او په خاص توګه ضم شوي ضلعو او کرم كښې د بدامنۍ په خراب صورتحال د تشویش څرګندونه وكړه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر پلاوي له باور وركړو چې دې تشویش څخه به صدر پاکستان او وزیراعظم پاکستان خبرولې شي او د پارلیمناني غړو او سره به ملاقات هم كولې شي۔ ملاقات كښې په بدامنۍ او پرمختيائي كارونو نه كيدو مخنيوي په اړه په ګڼو تجویزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی ووئيل قبائل هېواد سره مينه لرونكي دي بايد په دې اړه د هغوي خاص خيال وساتلے شي۔ده ووئيل ډير زر به فاټا كښې حالات ښه شي او د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور به پېل شي، د خېبر پښتونخوا ګورنر پلاوي له سبا کوهاټ كښې د کرم په اړه كيدونكي جرګي او په 05 دسمبر ګورنر هاؤس کوهاټ كښې آل پارټیز کنفرنس كښې د كډون كولو بلنه هم وركړه كومه چې هغوي قبوله كړه۔

مزید خبریں