پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا جوډيشل اكيډمي پېښور كښې د بلوچستان ځوانانو وكيلانو لپاره په يوه اونۍ محيط د "پېشه ور استعداد" په سرخط تربيتي پروګرام پېل شوے۔ تربیتی پروګرام كښې د بلوچستان بېلو ضلعو څخه تعلق لرونكې 29 وكيلان برخه اخلي۔ د پرانستې دستوره كښې د عدالت عاليه پېښور مشر جج / وائس چیئرمین جوډیشل اکېډمی جسټس اعجاز انور د خاص مېلمه په حېث …
په خيبر پښتونخوا جوډيشل اكيډمۍ كښې د بلوچستان وكيلانو لپاره تربيتي پروګرام پيل شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا جوډيشل اكيډمي پېښور كښې د بلوچستان ځوانانو وكيلانو لپاره په يوه اونۍ محيط د “پېشه ور استعداد” په سرخط تربيتي پروګرام پېل شوے۔ تربیتی پروګرام كښې د بلوچستان بېلو ضلعو څخه تعلق لرونكې 29 وكيلان برخه اخلي۔ د پرانستې دستوره كښې د عدالت عاليه پېښور مشر جج / وائس چیئرمین جوډیشل اکېډمی جسټس اعجاز انور د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دې موقع رجسټرار پېښور هائي كورټ بیرسټر اختیار خان ، ډي جي خېبر پښتونخوا جوډیشل اکېډمی جهاں زیب شنواری ، ډین فېکلټي ضیاء الرحمان، سینئر ډائرېکټر ډاکټر قاضی عطاء ، اکېډمي ډائرېکټرز او نور افسران هم موجود وو۔ د اكېډمۍ ډي جي د پرانستې خپل خطاب كښې خاص مېلمه ته هركلے اووې او په دستوره كښې د ګډون په كولو يۍ د ده مننه وكړه۔ د تربيت مقصد په ډاګه كولو سره ډي جي ووئيل د دې تربيتي پروګرام بنيادي مقصد وكيلانو ته مهارت او معلومات وركول دي۔ده په ټولنه او د انصاف په نظام كښې د وكيلانو په كردار رڼا اچولو سره هيله ولرله چې دا تربيه به د دوئي پېشه وره صلاحيتونه لا ښه كولو له مرستياله ثابت شي۔ خاص مېلمه جسټس اعجاز انور په خپل خطاب كښې ګډون كوؤنكو ته كورس لپاره په ټاكلے كېدو مباركي وركولو سره په ټولنه كښې د وكيلانو په مهم كردار او د انصاف په نظام كښې د دوئي په اهميت رڼا واچوله۔ ده ووئيل له علم او خوارۍ پرته ترقي ممكن نه ده ٬ له دې كبله وكيلانو له به زيات محنت كول وي دغسې چې د هغوي صلاحيتونه لا پياوړې شي او اولس ته د انصاف رسولو له مرسته ترلاسه شي۔









