د پاړه چنار پلاوي مياں افتخار حسين او عمومي سيكتر حسين يوسفزئي سره ملاقات

پېښور ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د پاړه چنار د شيعه او سنيانو نمائنده پلاوي د اتوار په ورځ په باچا خان مركز پېښور كښې د اے اېن پي صوبائي صدر مياں افتخار حسېن او عمومي سېكتر حسېن شاه يوسفزئي سره ملاقات وكړو۔ داے اېن پي لخوا د جاري شوي بيان له مخې پلاوي د ګوند لارښودو ته په پاړه چنار كښې د روانې وضعې په اړه بريفنګ وركړو۔ …

پېښور ۔ 24 نومبر (اے پی پی) د پاړه چنار د شيعه او سنيانو نمائنده پلاوي د اتوار په ورځ په باچا خان مركز پېښور كښې د اے اېن پي صوبائي صدر مياں افتخار حسېن او عمومي سېكتر حسېن شاه يوسفزئي سره ملاقات وكړو۔ داے اېن پي لخوا د جاري شوي بيان له مخې پلاوي د ګوند لارښودو ته په پاړه چنار كښې د روانې وضعې په اړه بريفنګ وركړو۔ میاں افتخار حسېن پلاوي ته باور وركړو چې اے اېن پي كومه جرګه تشكيل كړې ده د هغې مقصد يوازې د امن په ځاے كول دي۔ دې سره سره مرکزی صدر سېنېټر اېمل ولی خان به هم د حالاتو په اړه بشپړ غږ پورته كړي۔ ده زياته كړه چې په ګډه به امن دښمنه عناصر په خپلو ناوړه ارادو كښې كاميابېدو ته نه پرېږدؤ۔

مزید خبریں