د بلوچستان حکومت،پي پي اے اېف او د ورډز پاكستان د ماشومانو نړيوالې ورځ په مناسبت سره دستوره

کوئټه 20 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان حکومت ، پي پي اے اېف او د ورډز پاکستان تر سيوري لاندې ریزلنټ کمیونټیز، د كلي والو ميرمنو پرمختګ ، د خطرو كمي او غريبۍ ختمولو په سرخط د ماشومانو نړيوالي ورځ په مناسبت سره نوري نصیر خان کمپلیکس كښې دستوره وشوه۔چې پكښې د فشریز سیکرټري جاوید انور شاهواني ، د بلوچستان کمېشن آن وومن سټیټس فوزیه شاهین، قیصر جمالي ،د …

کوئټه 20 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان حکومت ، پي پي اے اېف او د ورډز پاکستان تر سيوري لاندې ریزلنټ کمیونټیز، د كلي والو ميرمنو پرمختګ ، د خطرو كمي او غريبۍ ختمولو په سرخط د ماشومانو نړيوالي ورځ په مناسبت سره نوري نصیر خان کمپلیکس كښې دستوره وشوه۔چې پكښې د فشریز سیکرټري جاوید انور شاهواني ، د بلوچستان کمېشن آن وومن سټیټس فوزیه شاهین، قیصر جمالي ،د پي ډي اېم اے نوید شیخ، مرك 1122 اسسټنټ ډائریکټر بشیر احمد، د ورډز پاکستان صوبائی مشر محمد افضل سلهري ، د پي پي اے اېف صوبائی پروګرام منیجر نور مینګل او نور موجود وو۔ګډون كوونكو ته وينا كښې مقررینو ووئيل د غريبۍ كرخي څخه لاندې ژوند كوونكو ژوند ښه كولو له به حکومت، سماجی تنظیمونو پشمول د هر مکتبه فکر وګړو له خپل کردار ترسره كول وي،د غريبۍ تعین لپاره ډامنشنز مختلف دي يواځې آمدن نه دے ، وګړو له د صحت ښه سهولیات، آمدن، تعلیم، استوګنه او نور داسې عوامل وركول دي كوم چې نړۍ د غريبۍ شرح لپاره استعمالوي او په دغه څيزونو كښې د ښه والي تر نه راتللو به د غريبۍ شرح زياتيږي،ده ووئيل د ميرمنو پرمختګ د تعلیم٬ صحت او معاشی پرمختګ او سوكالۍ سره تړلے دے۔

مزید خبریں