د ماشومانو نړيوالي ورځ لمانځلو مقصد ماشومانو له صحت مند ماحول او تحفظ وركول دي۔مقررین

پېښور 20 نومبر (اے پي پي) د هېواد د نورو برخو غونډې مردان ضلع كښې هم د ماشومانو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه،په دې اړه مینسټوری اینډ سکول سسټم شیخ ملتون ټاؤن مردان كښې د این سي ایچ ډي په مرسته دستوره وشوه چې پكښې د این سي ایچ ډي ډپټی ډائریکټر لعل محمد طورو،اسسټنټ ډائریکټراین سي ایچ ډي عابد علی او سکول پرنسپل ، استاذانو او زدكوونكو ګډون وكړو۔ دستوري …

پېښور 20 نومبر (اے پي پي) د هېواد د نورو برخو غونډې مردان ضلع كښې هم د ماشومانو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه،په دې اړه مینسټوری اینډ سکول سسټم شیخ ملتون ټاؤن مردان كښې د این سي ایچ ډي په مرسته دستوره وشوه چې پكښې د این سي ایچ ډي ډپټی ډائریکټر لعل محمد طورو،اسسټنټ ډائریکټراین سي ایچ ډي عابد علی او سکول پرنسپل ، استاذانو او زدكوونكو ګډون وكړو۔ دستوري ته وينا كښې د این سي ایچ ډي ډپټی ډائریکټرلعل محمد طورو ووئيل نن د ماشومانو نړيواله ورځ لمانځلو مقصد د ماشومانو د حقونو اهمیت رامخې ته كول ، د دوي روښانه سباؤن او تحفظ په اړه خبرتيا پيدا كول دي،په دې موقع د سکول ماشومانو ښكلي تقریرونه او ټیبلوز وړاندې كولو سره حاضرین څخه داد ترلاسه كړو ، مقررینو ووئيل د ماشومانو نړيوالي ورځ لمانځلو مقصد ماشومانو له صحت مند ماحول او تحفظ وركول دي ځكه چې د ښه او صحت مند ماحول كښې روزنې سره يو ماشوم ښه انسان جوړيدې شي۔

مزید خبریں