پېښور 20 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور د بنوں مالي خیل سيمه كښې د پاك پوځ او فرنټیئر كور په شريك چیك پوسټ د خارجیانو د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره په دې كښې د 12 امنيتي اهلكارو په شهادت د هغوي د كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده ٬ دغسې ده په دې مهال د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو …
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ په بنوں چیك پوسټ د ځانمرګي بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
پېښور 20 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور د بنوں مالي خیل سيمه كښې د پاك پوځ او فرنټیئر كور په شريك چیك پوسټ د خارجیانو د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره په دې كښې د 12 امنيتي اهلكارو په شهادت د هغوي د كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده ٬ دغسې ده په دې مهال د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا وكړه۔د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علی امین ګنډاپور ووئيل د غمجنو كورنييو په غم كښې شريك يو،د هېواد او قام لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوونكي د قام اصل محسنان دي۔وزیراعلیٰ د بريد كوونكو چیك پوسټ ته د داخليدو هڅه په شنډولو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل د هېواد د امن لپاره امنيتي ځواكونو د قربانو يو تاريخ جوړ كړے،مونږ د امنيتي ځواكونو دغه قربانو ته سلام كوو۔ ده ووئېل د امنيتي ځواكونو دا قربانۍ به بے ځايه نه ځي،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔









