كوئټه 19نومبر(اے پی پی)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل وئېلي دي په سياست كښې خبرې اترې مختلف ذهنونه رايوځائے كوي ٬ سياسي تنظيمونه دې د مكالمې رجحان ته ودې وركولو او د شريكو روابطو ډاډګيرنه وكړي٬د هېواد پرمختګ لپاره د اجتماعي هلو ځلو ضرورت دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د كوئټه په ګورنر هاؤس كښې د ميجر جنرل محمد رضا آزاد په مشرۍ كښې د نېشنل ډيفنس پوهنتون منتظيمنو او …
د هېواد پرمختګ لپاره د اجتماعي هلو ځلو ضرورت دے۔د بلوچستان ګورنر

مزید خبریں
كوئټه 19نومبر(اے پی پی)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل وئېلي دي په سياست كښې خبرې اترې مختلف ذهنونه رايوځائے كوي ٬ سياسي تنظيمونه دې د مكالمې رجحان ته ودې وركولو او د شريكو روابطو ډاډګيرنه وكړي٬د هېواد پرمختګ لپاره د اجتماعي هلو ځلو ضرورت دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د كوئټه په ګورنر هاؤس كښې د ميجر جنرل محمد رضا آزاد په مشرۍ كښې د نېشنل ډيفنس پوهنتون منتظيمنو او د نېشنل سيكيورټي وركشاپ ګډون كوونكو ته په خبرو كښې وكړه ۔په دې موقع هوم ايډېشنل چيف سېكرټري شهباب علي شاه٬پرنسپل سېكرټري ټو ګورنر بلوچستان هاشم خان غلزئي او هوم اسپېشل سېكرټري عبدالناصر دوتاني هم موجود وو۔ګورنر جعفر خان مندوخيل د كوئټې په مطالعاتي دوره راغلو د نېشنل سيكيورټي وركشاپ ګډون كوونكو او د نېشنل ډيفنس پوهنتون منتظمينو هركلي كولو سره ووئېل د ټول هېواد څخه راغلې ملټري او سويلين شخصيات د رايوځاے كېدو اصل مقصد د ټولې منطقې په اړه تازه حالات نه خبرتيا ترلاسه كول دي دغسې چې مونږ د خپل تل پاتي معاشي پرمختګ او سماجي انصاف پاسدارۍ لپاره ضروري اقدامات وكړو۔په آخر كښې د بلوچستان ګورنر او د ميجر جنرل محمد رضا آزاد ترمينځه د يادګاري شيلډز تبادله هم وشوه۔









