کوئټه۔ 19 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې پاکستان سره غير مشروط وفاداري ٬ د آئين مهمه برخه او زمونږ اخلاقي ذمه واري ده ٬ تاريخ ګواه دے چې چا هم پاكستان سره وفا كړې ده پاك پروردګار هغه ته عزت وركړے دے او چا چې پاكستان سره غداري كړې ده هغه ذليل او رسوا شوے دے۔ زمونږ ټول صلاحيتونه او خواري بايد …
پاکستان سره غير مشروط وفاداري ٬ د آئين مهمه برخه او زمونږ اخلاقي ذمه واري ده: د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 19 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې پاکستان سره غير مشروط وفاداري ٬ د آئين مهمه برخه او زمونږ اخلاقي ذمه واري ده ٬ تاريخ ګواه دے چې چا هم پاكستان سره وفا كړې ده پاك پروردګار هغه ته عزت وركړے دے او چا چې پاكستان سره غداري كړې ده هغه ذليل او رسوا شوے دے۔ زمونږ ټول صلاحيتونه او خواري بايد پاكستان لپاره وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د جناح الائټ سکول د سائنس اېنډ آرټ اېګزی بېشن پرانستې په موقعه خپله وېنا كښې وكړه۔ ده د زده كوؤنكو لخوا د لګولې شوې سائنسي سټالونو معائنه وكړه او د كوچنيانو تخليقات ستائلو سره يۍ هغوي ته شاباسې وركړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعلی ووئيل د بلوچستان سباؤن په ښكلې او محنتي لاسونو كښې دے٬ د نن زده كوؤنكي د سباؤن لارښود او د بلوچستان سفيران دي كوم به چې د سباؤن ذمه وارۍ سنبالوي۔ ده ووئيل د بلوچستان ځوانان نه يوازې په قامي كچه بلكې په نړيواله كچه هم د خپلو زړه پورې صلاحيتونو څرګندونه كړې ده او مونږ په هغوي وياړؤ۔ دده وېنا وه چې په بلوچستان كښې روايتي زده كړو سره سره عصري زده كړو ته وده وركول هم ضروري ي٬ دلته په آرټیفیشل اېنټېلی د اډانه لرونكي پراجېكټ په ليدلو راته زياته خوشحالي وشوه۔ زده كوؤنكي دې دا مثبت مائنډ سېټ مخ په وړاندې بوځي۔ په دې موقعه وزيراعلی مير سرفراز بګټي سكول لپاره د 10 لكه او ټېبلو وړاندې كوؤنكو كوچنيانو له د يو لاكھ روپو انعام اعلان وكړو۔









