کوئټه 17 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلٰی میر سرفراز بګټی د اتوار په ورح د شهيد شوې میجر حسیب کور ته لاړو،هغه د میجر حسیب شهید پلار میجر ریټائرډ اسلم چوهدری سره لاس نيوه كولو سره فاتحه خواني وكړه۔پخوانې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ هم د بلوچستان وزیراعلٰی سره وو۔ د بلوچستان وزیر اعلٰی او پخواني نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړه په دې موقع په خپلو خبرو كښې …
د بلوچستان وزیر اعلٰی د شهید میجر حسیب کور ته لاړو،غمجني كورنۍ سره ئې لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
کوئټه 17 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلٰی میر سرفراز بګټی د اتوار په ورح د شهيد شوې میجر حسیب کور ته لاړو،هغه د میجر حسیب شهید پلار میجر ریټائرډ اسلم چوهدری سره لاس نيوه كولو سره فاتحه خواني وكړه۔پخوانې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ هم د بلوچستان وزیراعلٰی سره وو۔ د بلوچستان وزیر اعلٰی او پخواني نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړه په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل میجر حسیب شهید د پاکستان فخر دې چا چې د خپل ځان قرباني وركولو سره هېواد او اولس د لوئ زيان څخه بچ كړې،وزیر اعلٰی د شهيد پلار ته مخاطب کيدو سره ووئيل د بلوچستان اولس د هغه په شان بهادر پلار ته سلام كوي،میجر حسیب د بهادر پلار بهادر ځوان ؤ كوم چې عمر له زمونږ په زړونو كښې ژوندے وي،میر سرفراز بګټی ووئيل شهيدانو د هېواد لپاره د خپلو ځانون وقربانۍ وركړې د هغوي كورنۍ بعه يواځې نه شي پرېښودلې ، د هغوې به بشپړه مرسته كولې شي،ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ به عمر له ياد ساتلے شي۔









