پېښور ۔ 12 نومبر (اے پی پی) د فوک فیسټیول آف پاکستان لوک مېلې ګولډن جوبلی دستورو كښې د خېبر پښتونخوا کلچر اینډ ټورازم اتھارټی لخوا سنګار كړې شوي خېبر پښتونخوا پوېلین كښې ځايي او بهرنو سېلګرو ځانګړې خوښي ښكاره كړې ۔ د نېشنل هېرېټېج اېنډ کلچر ډویژن اسلام آباد تر اهتمام لاندې په 10 ورځنۍ لوك مېله كښې د خېبر پښتونخوا ٬ بلوچستان، سندھ، پنجاب، ګلګت بلتستان او كشمير …
لوک میله، خیبرپښتونخوا پویلین كښې ځايي او بهرنو سيلګرو ځانګړې خوښي ښكاره كړه

مزید خبریں
پېښور ۔ 12 نومبر (اے پی پی) د فوک فیسټیول آف پاکستان لوک مېلې ګولډن جوبلی دستورو كښې د خېبر پښتونخوا کلچر اینډ ټورازم اتھارټی لخوا سنګار كړې شوي خېبر پښتونخوا پوېلین كښې ځايي او بهرنو سېلګرو ځانګړې خوښي ښكاره كړې ۔ د نېشنل هېرېټېج اېنډ کلچر ډویژن اسلام آباد تر اهتمام لاندې په 10 ورځنۍ لوك مېله كښې د خېبر پښتونخوا ٬ بلوچستان، سندھ، پنجاب، ګلګت بلتستان او كشمير په شمول نور سټالونه هم سنګار كړے شوي ۔ په پوېلين كښې اېبټ آباد، ډی آئی خان، چارسدہ، هری پور، مردان، پېښور ، چترال، مانسهرہ او د سوات په شمول د نورو ضلعو 50 څخه د زياتو كاريګرانو د مصنوعاتو نندارتون له سټالونه لګولې شوي۔ دې سره سره د خېبر پښتونخوا روایتی خوراكونه صوبت پېنډا، کباب، د نك منډۍ تکې،چکن ، مټن کړائي، امرسې او د چارسدې وريژې هم وړاندې كولې شي۔ په قامي كچه كېدونكې مېله كښې د ګډون مقصد د صوبې سافټ اېمېج نړۍ ته وړاندې كول ٬ نړۍ د صوبې بشپړه كلتوري او روايتي ورثې څخه خبرول او د صوبې د فنكارانو مرسته كول دي۔ په خېبر پښتونخوا پوېلین كښې له اولنۍ ورځې څخه د سېلګرو ګڼه ليدلي شي۔ پوېلین ته راتلونكي د روايتي خوراكو په سټالونو بېلو خوراكونو څخه خوندونه اخلي۔ د پوېلین خاص خبره د قصه خواني بازار او قهوه خانه ده چرته چې سېلګري د خېبر پښتونخوا د تاريخ په اړه معلومات ترلاسه كولو سره سره د قهوې په څښلو كښې هم خپله ژوره خوښي ښكاره كوي۔ په پوېلين كښې زوړندو روايتي څيزونو كښې خاورين لوښي ٬ مغل آرټ ٬ د چارسدې څپلۍ ٬ د لرګي جوړ څيزونه او د ټرك آرټ په شمول نور روايتي څيزونه شامل دي۔ په پویلین كښې د سېل بېلو ځايونو وېډیوز او ډاكومنټري هم ښودلې شي۔ دغسې په پوېلین كښې كېلاشي څيزونه هم نندارې لپاره اېښودلې شوي دي








