آئيني بېنچز جوړول د پاكستان پيپلز ګوند او اتحادي ګوندونو تاريخي اقدام دے: د بلوجستان وزيراعلی

کوئټه۔ 12 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې آئيني بېنچز جوړول د پاكستان پيپلز ګوند او اتحادي ګوندونو تاريخي اقدام دے٬ اولس ته د پېښو مسئلو حل كولو له دې وكيلان فعاله كردار ترسره كړي او په لرې پرتو سيمو كښې دې د اولس لارښودنه او مرسته وكړي٬ په بلوچستان كښې ګډ ګورننس باوري كولو له هڅې كوؤ٬ وكيلان د ټولنې لوستې او …

کوئټه۔ 12 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې آئيني بېنچز جوړول د پاكستان پيپلز ګوند او اتحادي ګوندونو تاريخي اقدام دے٬ اولس ته د پېښو مسئلو حل كولو له دې وكيلان فعاله كردار ترسره كړي او په لرې پرتو سيمو كښې دې د اولس لارښودنه او مرسته وكړي٬ په بلوچستان كښې ګډ ګورننس باوري كولو له هڅې كوؤ٬ وكيلان د ټولنې لوستې او شعور لرونكې طبقه ده د كومو په مرسته چې په حكومتي اقداماتو عملدرآمد كولو كښې آسانۍ رامخې ته كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پیپلز لائرز فورم عهدېدارانو او غړو سره خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې صوبائی وزيران میر صادق عمرانی، بخت اېم کاکړ، حاجی علی مدد جتک او سيد اقبال شاه هم موجود ؤ۔ د بلوچستان وزيراعلی وكيلانو سره د صوبې په مجموعي سياسي او سماجي وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه د رېلوے سټېشن چاؤدنې شهيدانو لپاره د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړې شوه۔ ګډون كوؤنكو صدر مملكت آصف علي زرداري له د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ په ملاقات كښې مشاورت سره د پیپلز لائرز فورم فعالیت او يووالي له خصوصي كمېټي جوړه كړې شوه د كومې مشري به چې چیف منسټر بلوچستان كوي۔ په غړو كښې به صوبائی وزيران میر صادق عمرانی، حاجی علی مدد جتک، بخت اېم کاکړ او د ګوند مشر لارښود سید اقبال شاہ په شمول د پیپلز لائرز فورم څلور استازي شامل وي۔ د پی اېل اېف صوبائی صدر به د دې كمېټۍ سېكرټري وي۔ په دې مهال خبرو كښې وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی ووئيل چې په ترهګرۍ قابو موندلو له به د وكيلانو په شمول د ټولنې ټولو طبقو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ يوازې د پاك پوځ يا امنيتي ځواكونو نه بلكې د ټولنې د هر وګړي جنګ دے٬ د راتلونكو نسلو محفوظ سباؤن له د ترهګرۍ ختمول ضروري دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ د نوغي ويستلو عزم لرؤ او كه پاك پروردګار ته منظور وي په ګډه به د دې عفريت خاتمه كوؤ۔ ده ووئيل اولس ته د پېښو مسئلو حل كولو له دې وكيلان فعاله كردار ترسره كړي او په لرې پرتو سيمو كښې دې د اولس لارښودنه او مرسته وكړي

مزید خبریں