خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د سيرت نبي(ص)د مضمون په توګه په نصاب كښې د شاملولو منظوري وركړه

پیښور11 نومبر(اے پی پی)خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د سيرت نبي(ص)د مضمون په توګه په نصاب كښې د شاملولو او د هري پور نه تر صوابۍ د موټروے جوړولو په اړه قراردادونه په متفقه توګه منظوري وركړ ه٬په ايوان كښې درې قانوني بلونه وړاندې كړے شول ۔د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال حكومتي غړي عبدالاسلام قرارداد وړاندې كولو كښې ووئېل قام دې په داسې تعليم او ژوند روشناس كړے شي …

پیښور11 نومبر(اے پی پی)خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د سيرت نبي(ص)د مضمون په توګه په نصاب كښې د شاملولو او د هري پور نه تر صوابۍ د موټروے جوړولو په اړه قراردادونه په متفقه توګه منظوري وركړ ه٬په ايوان كښې درې قانوني بلونه وړاندې كړے شول ۔د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال حكومتي غړي عبدالاسلام قرارداد وړاندې كولو كښې ووئېل قام دې په داسې تعليم او ژوند روشناس كړے شي د كوم چې اسلام مونږ ته وئېلي دي ٬دا اسمبلي د صوبائي حكومت څخه غوښتنه كوي چې د پرائمري تعليم نه تر اعلٰی تعليم په نصاب كښې سيرت نبي(ص)د لازمي مضمون په توګه شامل كړي٬دوهم قرارداد كښې ايم پي اے مشتاق احمد غني ووئېل هزاره ډويژن صوبې سره د تړلو دوه لارې دي يو د سيري كوټ په لار صوابۍ او دوهمه د شانګله ده كومه چې اكثر د احتجاج له امله بندې وي لهذا هزاره ډويژن صوبې سره د تړلو لپاره هري پور نه تر صوابۍ موټروے دې جوړه كړی شي دغسې چې اولس ته ښه سفري آسانۍ ترلاسه شي٬دغسې په صوبائي اسمبلۍ كښې د خېبرپښتونخوا سمندر پورې پاكستانيانو كمېشن بل مجرويه 2024 ٬ خېبرپښتونخوا قوانين(بدلون)بل مجريه 2024 او د خېبرپښتونخوا پاركس اينډ هارټيكلچر بل مجريه 2024 هم وړاندې كړے شول

مزید خبریں