په پيښور كښې سموګ نشته فوګ دے ٬ د خيبر پښتونخوا د ماحوليات اداره

پېښور ۔ 11 نومبر (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا د ماحوليات ادارې په پېښور كښې د موسم موجوده صورتحال په اړه وئيلي دي په صوبائي سر ښار پېښور كښې سموګ نه نشته فوګ دے۔ د خېبر پښتونخوا د موسمياتي بدلون ډپټي ډائرېكټر افسر خان ووئيل د پېښور خلق دې د موسم صورتحال څخه نه يرېږي ولې چې په ښار كښې سموګ نه بلكې فوګ دے او په هوا كښې د …

پېښور ۔ 11 نومبر (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا د ماحوليات ادارې په پېښور كښې د موسم موجوده صورتحال په اړه وئيلي دي په صوبائي سر ښار پېښور كښې سموګ نه نشته فوګ دے۔ د خېبر پښتونخوا د موسمياتي بدلون ډپټي ډائرېكټر افسر خان ووئيل د پېښور خلق دې د موسم صورتحال څخه نه يرېږي ولې چې په ښار كښې سموګ نه بلكې فوګ دے او په هوا كښې د نمي شرح 90 فيصد څخه كمه ده۔ ده ووئيل په پېښور كښې دا صورتحال د تېرې ورځې څخه دے او په دې مهال د نظر حد د پنجاب د نورو ښارونو په مقابل كښې زيات ښه دے۔ سهار 11 بجو څخه وورستو د نظر حد كښې ډېر ښه والے رامخې ته شوے ۔ په سموګ كښې دا صورتحال ډېر كم وي۔ ده ووئيل د اكتوبر مياشتې څخه ورووستو په پېښور كښې باران نه دے شوے۔ افسر خان ووئيل آلودګی د سموګ تر ټولو لوے سبب دے۔ ده زياته كړه چې په سړكونو د ټرېفك كمي سره هم د سموګ شدت كښې كمے رامخې ته كېدے شي۔

مزید خبریں