د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور سره د ورلډ وائلډ لائف فنډ د پاکستان پلاوي ملاقات

پېښور ۔ 11 نومبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور سره د ورلډ وائلډ لائف فنډ پاکستان پلاوي ملاقات کړے ۔ په دې مهال پلاوي ووئېل د ماحولیاتي بدلون لپاره د صوبائي حکومت اقدامات په نړيواله توګه ستائېلې كېږي ۔وزیراعلیٰ پلاوي ته ووئېل ماحولیات، ځنګلی حیات او د آبي پانګو تحفظ د وړاندې نه زياتې د پام لرنه څانګې دي ، خیبر پښتونخوا كښې د ډبلیو ډبلیو …

پېښور ۔ 11 نومبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور سره د ورلډ وائلډ لائف فنډ پاکستان پلاوي ملاقات کړے ۔ په دې مهال پلاوي ووئېل د ماحولیاتي بدلون لپاره د صوبائي حکومت اقدامات په نړيواله توګه ستائېلې كېږي ۔وزیراعلیٰ پلاوي ته ووئېل ماحولیات، ځنګلی حیات او د آبي پانګو تحفظ د وړاندې نه زياتې د پام لرنه څانګې دي ، خیبر پښتونخوا كښې د ډبلیو ډبلیو ایف ری چارج پاکستان پروګرام د اجرا پرېكړه شوې ده ۔ د ده وېنا وه د سیلاب نه د كر زمكې ساتلو او د آبي پانګو تحفظ منصوبې به پېل كولې شي ، صوبه كښې 10زره ایکړه زمكه به د سیلاب د خطرو نه خوندي كولې شي، ده ووئېل د آبي پانګو تحفظ او د زمكې لاندې د اوبو سطح لوړولو لپاره به اقدامات کولې شي۔

مزید خبریں