د بلوچستان وزيراعلٰی په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې غونډه

كوئټه 11 نومبر(اے پی پی)د بلوجستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د بلوچستان صوبائي كابينې غونډه د ګل په ورځ چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه۔د غونډې په پېل كښې د كوئټه رېلوے سټېشن بمي چاودنې شهيدانو لپاره دعا وشوه ۔د بلوچستان كابينې په رېلوے سټېشن د بمي چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره په ټول قوت سره د جنګ كولو عزم …

كوئټه 11 نومبر(اے پی پی)د بلوجستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د بلوچستان صوبائي كابينې غونډه د ګل په ورځ چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه۔د غونډې په پېل كښې د كوئټه رېلوے سټېشن بمي چاودنې شهيدانو لپاره دعا وشوه ۔د بلوچستان كابينې په رېلوے سټېشن د بمي چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره په ټول قوت سره د جنګ كولو عزم لرو۔صوبائي كابينې په غونډه كښې د بلوچستان سكيورټي آف وینر ایبل سټيبلشمنټ ايكټ 2024 منظوري وركړه۔د دې ايكټ له مخې به په بلوچستان كښَې د امن بحالۍ لپاره د بېلو سكيورټي ادارو مربوط اقدامات د نتيجې وړ جوړولې شي۔د بلوچستان كابينې راړاشم او كنګري كښې د نوو پوليس سټېشنونو او د چمن ماسټر پلان تر مخه د ليويز تهانې جوړولو منظوري وركړه ۔صوبائي كابينې د بلوچستان سيلز ټيكس آن سروسز ريونيو اپيليټ ټربيونل چيئرمېن/غړو دتعيناتۍ هم منظوري وركړه ٬ په غونډه كښې د كوئټې ډوېلپمنټ پيكېج لپاره دضروري فنډز هم منظوري وركړی شو ه۔كابينې ته خطاب كولو په مهال د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئيل د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره په پوخ عزم كار كوو٬د تل پاتي امن لپاره به سكيورټي فورسز ٬ حكومت او اولس په ګډه جنګېږي٬امن دښمنه عناصرو ته به بشپړه ماتې وركولې شي ٬ مونږ عزم لرو چې د ترهه ګرۍ خاتمې كولو سره به د امن بحالي باوري كوو۔ده ووئيل په صوبه كښې د ضروريات تر مخه د نوو پوليس او ليويز تهانو جوړولو څخه به د امن بحالۍ او اقدامات له مرسته ترلاسه شي۔وزرياعلٰی هدايت وكړو چې د مجوزه نوو پوليس سټېشنونو حدود ټاكلو له اولسي ضروريات تر نظره اوساتۍ ۔مير سرفراز بګټي ووئيل كوئټه ښار د صوبې مخ دے دغسې د صوبائي سر ښار ښه والي لپاره د كوئټه ډوېلپمنټ پيكج پراختيا ضروري ده٬په غونډه كښې د كوئټه رېلوے سټېشن بمي چاودنې نه پس هنګامي طبي خذمات وركولو له د بلوچستان د ضحت محكمې كردار وستائېلے شو ۔د بلوچستان وزيراعلٰی د پیښې په ورځ د صوبائي وزيرانو بخت محمد كاكړ٬مير شعيب نوشيرواني٬حاجي علي مدد جتك پشمول داړوندو چارواكو او د صحت محكمې ټولو ډاكټرانو او طبي عملې بې لوثه بشري خذمات وستائېل٬د بلوچستان وزيراعلٰی صلاحكار ډاكټر ربابه خان بليدي په غونډه كښې تجويز وركړو چې د كوم هم بېړني او ناڅاپي صورتحال مخ نيوي لپاره رضا كارانو ته ضروري تربيه وركولو سره د هغوي خذمات دې ترلاسه كړې شي نو رېليف هلې ځلې نورې هم موثره كېدې شي ۔د بلوچستان وزيراعلٰی د تجويز سره اتفاق كولو كښې د ښې حكمت عملۍ مرتب كولو هدايت وكړو٬ په غونډه كښې صوبائي وزيرانو میر شعیب نوشیروانی، میر سلیم کھوسه، میر عاصم کرد ګیلو، حاجی علی مدد جتک، نور محمد دمړ، راحیله حمید خان درانی، بخت محمد کاکړ، وزیر اعلٰی ویمن ډویلپمنډ ډیپارټمنټ صلاحكار ډاكټر ربابه خان بلیدی، د بلوچستان چیف سیکرټری شکیل قادر خان، پرنسیپل سیکرټری عمران زرکون ، داخله ایډیشنل چیف سیکرټری شهاب الدین پشمول د بېلو محکمو سیکرټریز او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں