وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور د کوئټې په رېلوے سټېشن کښې چاودنې وغندله ٬ د قيمتي انساني ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 09 نومبر (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور د کوئټې په رېلوے سټېشن کښې د چاودنې غندنه کړې او د قيمتي انساني ځانونو په زيان يې خواشيني ښودلې ده۔ د غندنې بيان كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی په دې پېښه كښې په حق رسېدليو له د بخښنې او ٬ غمجنيو كرونيو له د صبر و زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ …

پېښور ۔ 09 نومبر (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور د کوئټې په رېلوے سټېشن کښې د چاودنې غندنه کړې او د قيمتي انساني ځانونو په زيان يې خواشيني ښودلې ده۔ د غندنې بيان كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلی په دې پېښه كښې په حق رسېدليو له د بخښنې او ٬ غمجنيو كرونيو له د صبر و زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر ووئيل د خیبر پښتونخوا حکومت او ولس غمجنو کورنیو سره په غم کښې يو برابر شريك دے۔ ده زياته كړه چې تش لاسې اولس په نخښه كول د افسوس او غندنې وړ دي۔

مزید خبریں