کوئټه۔ 09 نومبر (اے پی پی) د كوئټې په رېلوے سټېشن كښې د بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د مېرمنې په شمول 22 كسان مړه او 40 څخه زيات نور ژوبل شول۔ د پوليس له مخې د چاؤدنې دا پېښه د خالي په ورځ سهار د جعفر اېكسپرېس د تېرېدو په وخت د رېلوے اسټېشن دننه پلېټ فارم كښې وشوه٬ د چاؤدنې په وخت مسافر په رېلوے اسټېشن كښې …
كوئټه – په ريلوے سټيشن كښې بمي چاؤدنه ٬ 22 مړه ٬ 40 ژوبل
کوئټه۔ 09 نومبر (اے پی پی) د كوئټې په رېلوے سټېشن كښې د بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د مېرمنې په شمول 22 كسان مړه او 40 څخه زيات نور ژوبل شول۔ د پوليس له مخې د چاؤدنې دا پېښه د خالي په ورځ سهار د جعفر اېكسپرېس د تېرېدو په وخت د رېلوے اسټېشن دننه پلېټ فارم كښې وشوه٬ د چاؤدنې په وخت مسافر په رېلوے اسټېشن كښې د جعفر اېكسپرېس د لارې پېښور ته د تللو په تيارۍ كښې مشغول وو۔ د رېلوے چارواكو له مخې دا پېښه په رېلوے اسټېشن ټكټ ګھر ته نزدې رامخې ته شوه ٬ ټرېن تر دغه وخت پلېټ فارم ته نه ؤ رارسېدلې۔ پولیس سرجن ډاکټر عائشه فېض د حق رسېدليو كسانو د شمېرې تصديق كولو سره ووئيل چې د كوئټې چاؤدنې 22 مړي روغتون ته راوړلې شول۔ د سول روغتون كوئټه وياند ډاكټر وسيم بېګ ووئيل چې 40 څخه زيات ټپيان هم روغتون ته رارسولې شوي دي په كومو كښې چې د يو شمېر كسانو حالت اندېښمن دے۔ د اېس اېس پي آپرېشنز كوئټې اېم بلوچ له مخې په ابتدائي توګه دا پېښه ځانمرګې ښكاري۔ ده ووئيل د چاؤدنې دا پېښه هغه وخت رامخې ته شوه كله چې ګڼ شمېر مسافر په پلېټ فارم موجود وو۔ چاؤدنې څخه وروستو د روغتيا صوبائي وزير بخت اېم كاكړ د كوئټې په روغتونونو كښې بېړنې حالت نافذ كړے دے۔











