پېښور كښې د استاذانو احتجاج ، د خیبر پښتونخوا حکومت د دريو ورځو څه د بندو پرتو 27 زره پرائمري سکولونو بېرته كولو لپاره منصوبه بندي وكړه

پېښور ۔ 08 نومبر (اے پي پي ) د خیبر پښتونخوا حکومت د استاذانو احتجاج د لاسه ټوله صوبه كښې د دريو ورځو څخه د بندو پرتو 27 زره نه زياتو پرائمري سکولونو بېرته كولو لپاره منصوبه بندي كړې ده ۔ د تعلیم محكمې خیبرپښتونخوا تر مخه په دې لړ كښې پرائمري سکول سره نزدې د مډل یا هائي سکول استاذانو ته د سکول بېرته كولو او د تدریسي عمل …

پېښور ۔ 08 نومبر (اے پي پي ) د خیبر پښتونخوا حکومت د استاذانو احتجاج د لاسه ټوله صوبه كښې د دريو ورځو څخه د بندو پرتو 27 زره نه زياتو پرائمري سکولونو بېرته كولو لپاره منصوبه بندي كړې ده ۔ د تعلیم محكمې خیبرپښتونخوا تر مخه په دې لړ كښې پرائمري سکول سره نزدې د مډل یا هائي سکول استاذانو ته د سکول بېرته كولو او د تدریسي عمل پېل كولو هدایت شوے دے ۔ دغسې د پرائمري سکول بېرته كولو لپاره د مډل او د هائي سکول استاذانو له ټاسک وركړے شوے ، د كوم تر مخه چې د سکولونو سکول لیډرز او سکینډ شفټ استاذانو ته هم په پرائمري سکولونو كښې د سهار په وخت د تعلیم وركولو هدایت شوے ۔ د تعلیم محكمې اے ایس ډي او او ایس ډي او ته د چھاپو وهلو امر هم کړے ، ټول چوکیدار او د څلورمې درجې ملازمینو ته هم په سکول كښې د حاضرۍ احکامات جاري کړے شوي ۔ د چھاپو په مهال په زبردستۍ د سکول بندونكو په ضد به کارروائي کولې شي او د هغوي په ضد به په کار سرکار كښې د مداخلت كولو مقدمه هم درج کولې شي

مزید خبریں