لاهور۔6 نومبر(اے پی پی) د سټېټ بنک آف پاکستان دوه كسيزه پلاوي تېره ورځ د نظام المدارس پاكستان مركزي دفتر دوره وكړه۔ د وياند له مخې ناظم اعلی ډاکټر میر محمد آصف اکبر او ناظم امتحانات علامه عین الحق بغدادی د پلاوي هركلے وكړو۔ په پلاوي كښې اسسټنټ چیف منېجر مقصود حسین بھټی او د اسلامط ډوېلپمنټ فنانس څانګې جوائنټ ډائرېکټر مدثر سلیم شامل وو۔ د سټېټ بنک آف پاکستان …
د سټيټ بنك آف پاكستان پلاوي د نظام المدارس پاكستان مركزي دفتر دوره
لاهور۔6 نومبر(اے پی پی) د سټېټ بنک آف پاکستان دوه كسيزه پلاوي تېره ورځ د نظام المدارس پاكستان مركزي دفتر دوره وكړه۔ د وياند له مخې ناظم اعلی ډاکټر میر محمد آصف اکبر او ناظم امتحانات علامه عین الحق بغدادی د پلاوي هركلے وكړو۔ په پلاوي كښې اسسټنټ چیف منېجر مقصود حسین بھټی او د اسلامط ډوېلپمنټ فنانس څانګې جوائنټ ډائرېکټر مدثر سلیم شامل وو۔ د سټېټ بنک آف پاکستان پلاوي د نظام المدارس په نصاب كښې موجوده اسلامك بېنكنګ سره د اړوند نصاب ستائنه كولو سره ووئيل زده كوؤنكو ته د اسلامک بېنکنګ نصاب سره سره په فيلډ كښې د شريعه سكالرز د ضرورت او اهميت په ړه د پوهاوې وركول ضروري دي۔ دوي ووئېل په دې لړ كښې دې نظام المدارس پاکستان سره پېوستو مدرسو كښې سيمينار او زده كوؤنكي انډسټری سره تړلې ساتلو له عملي مشقونه وكړې شي











