د وزيراعظم د ګلګت بلتستان دورې په اړه د ګلګت بلتستان د اطلاعات خاص مرستيال ايمان شاه خبري كنفرنس

ګلګت۔6 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف د ګلګت بلتستان دورې په اړه د ګلګت بلتستان د اطلاعات خاص مرستيال ايمان شاه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وئيلې دي وزیراعظم په ګلګت بلتستان كښې د بجلۍ ستونزې ختمولو له د 100 مېګاواټ شمسی توان منصوبې منظوري وركړې ده او دا منصوبه به د يو كال په موده كښې ترسره شي ٬ راروان كال به وزيراعظم پخپله د دې …

ګلګت۔6 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف د ګلګت بلتستان دورې په اړه د ګلګت بلتستان د اطلاعات خاص مرستيال ايمان شاه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وئيلې دي وزیراعظم په ګلګت بلتستان كښې د بجلۍ ستونزې ختمولو له د 100 مېګاواټ شمسی توان منصوبې منظوري وركړې ده او دا منصوبه به د يو كال په موده كښې ترسره شي ٬ راروان كال به وزيراعظم پخپله د دې پرانسته كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د ګلګت بلتستان دورې په مهال هغه ته د پي اېس ډي پي په منصوبو كښې د پېښو مسئلو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم وفاقي وزیر احسن اقبال ته هدایات جاری كولو سره ووئيل هغه دې راروانه اونۍ ګلګت بلتستان ته كښې د منصوبو جاج واخلي او په دې كښې پېښې ستونزې دې هوارې كړي۔ وزیراعظم اعلان وكړو چې ګلګت بلتستان ته به وفاقي بجټ څخه 40 فيصده برخه په جولائي او وروستے قسط 60 فيصده په جنورۍ كښې وركړے شي۔ ده ووئيل وزيراعظم بلتستان پوهنتون او قراقرم پوهنتون لپاره د 50 ٬ 50 كروړ روپو انډومنټ فنډز منظوري هم وركړه چې ورسره به كه پاك پروردګار ته منظور وي د دې ادارو مالي چارې ترسره شي۔ ده ووئيل وزیراعظم میاں شهباز شریف په ګلګت بلتستان كښې د 4 نوو ضلعو جوړولو په اړه وزیراعلیٰ ګلبر خان ته د سفارشاتو وړاندې كولو هدايت كړے۔ ده ووئيل وزیراعظم په سكردو ستره لاره د ترافيكي پېښو كمولو له په سلائیډنګ ایریاز كښې د شیډز جوړولو احكامات جاري كړې دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم هداياتو په رڼا كښې به د ګلګت بلتستان آئینی حقونو په اړه كمېټۍ جوړه كړي۔ ده ووئيل د 34.9 مېګاواټ بجلۍ په هرپو منصوبه به 9 ارب روپۍ مصرف كولې شي د كومې د بنياد تيګه چې نن وزيراعظم شهباز شريف اېښودې ده۔ دې سره سره وزيراعظم د عطاء 54 مېګاواټ منصوبې د بنياد تيګه هم كېښوده ٬ په دې به 22 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ په هنزہ كښې د څښلو پاكو اوبو له د ګرېټر واټر سپلائی سکیم منصوبې د بنياد تيګه هم كېښودلې شوه۔ د اطلاعات وزير له مخې وزيراعظم د خپل دورې په مهال د بلتستان پوهنتون د ودانۍ ٬ غذر ماډل وېلېج پرانسته هم وكړه۔