پېښور ۔ 04 نومبر (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 27 كسان د ډينګي ناروغتيا سره مخ شول٬ د روغتيا صوبائي څانګې لخوا د جاري كړې شوي رپورټ له مخې په صوبه كښې د ډينګي فعاله كېسونو شمېره 309 ته رسېدلې ده٬ د دې د لاسه تر دې دمه 3 زره 3 سوه 48 كسان ځپلې شوي دي۔ 484 رنځوران په روغتون …
په خيبر پښتونخوا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د ډينګي نور 27 كيسونه رامخې ته شول: د روغتيا صوبائي څانګه

مزید خبریں
پېښور ۔ 04 نومبر (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال نور 27 كسان د ډينګي ناروغتيا سره مخ شول٬ د روغتيا صوبائي څانګې لخوا د جاري كړې شوي رپورټ له مخې په صوبه كښې د ډينګي فعاله كېسونو شمېره 309 ته رسېدلې ده٬ د دې د لاسه تر دې دمه 3 زره 3 سوه 48 كسان ځپلې شوي دي۔ 484 رنځوران په روغتون كښې داخل كړې شوي۔ د رپورټ له مخې تر دې دمه د ډينګي له ناروغتيا څخه 3 زره 36 كسان ښه شوي دي۔ دا مهال د صوبې په بېلو روغتونونو كښې د 26 رنځورانو درملنې روانې دي۔ په پېښور كښې 1184، اېبټ آباد كښې 219 ، مانسهرہ كښې 243،کوهاټ كښې 191، نوښار كښې 206،چارسدہ كښې 148،لکی مروت كښې 65، کوهستان لوئر كښې 201 ، مردان كښې 86 ، هری پور كښې 66، بنو كښې 97، سوات كښې 90، ډی آئی خان كښې 66 او باجوړ كښې 27 كسان د ډينګي د لاسه ځپلې شوي دي۔ د رپورټ له مخې د روان كال په مهال د دې ناروغتيا د لاسه 3 كسان مړه شوي دي۔








