كوئټه 01 نومبر (اے پي پي) چيف آف ساروان او د صوبائي اسمبلۍ غړي نواب محمد اسلم خان رئيساني مستونګ كښې د چاؤدني سخته غندنه كولو سره د بے ګناه وګړو او پوليس اهلكار په شهادت او د نورو ژوبل شوو كسانو په ړه د افسوس څرګندونه وكړه۔ده ووئيل بے ګناه وګړي په نخښه كول انسانيت نه دے۔ محمد اسلم رئيساني د شهيدو شوو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه …
چيف آف ساروان او د صوبائي اسمبلۍ غړي نواب محمد اسلم خان رئيساني د مستونګ چاؤدني سخته غندنه وكړه
كوئټه 01 نومبر (اے پي پي) چيف آف ساروان او د صوبائي اسمبلۍ غړي نواب محمد اسلم خان رئيساني مستونګ كښې د چاؤدني سخته غندنه كولو سره د بے ګناه وګړو او پوليس اهلكار په شهادت او د نورو ژوبل شوو كسانو په ړه د افسوس څرګندونه وكړه۔ده ووئيل بے ګناه وګړي په نخښه كول انسانيت نه دے۔ محمد اسلم رئيساني د شهيدو شوو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو۔ده ووئيل بايد د ژوبل كسانو په درملنه كښې څه ډول بے غوري ونه كړې شي۔دغسې ده د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا هم اوكړه










