د بلوچستان مستونګ سيمه كښې بمي چاؤدنه،د پوليس اهلكار پشمول 5 كسان شهيدان ، 13 ژوبل۔پوليس

كوئټه 01 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان مستونګ سيمه كښې بمي چاؤدنه كښې د پوليس اهلكار پشمول 5 كسان شهيدان او 13 ژوبل شوې دي۔پوليس له مخې د جمعې په ورځ د بلوچستان مستونګ ضلع كښې ګرلز هائي سكول سره نزدې پوليس وين سره نزدې چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې يې د يو پوليس اهلكار پشمول 5 كسان شهيدان شول ۔ چې پكښې حسېب انور،سميع الله،صفي الله او …

كوئټه 01 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان مستونګ سيمه كښې بمي چاؤدنه كښې د پوليس اهلكار پشمول 5 كسان شهيدان او 13 ژوبل شوې دي۔پوليس له مخې د جمعې په ورځ د بلوچستان مستونګ ضلع كښې ګرلز هائي سكول سره نزدې پوليس وين سره نزدې چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې يې د يو پوليس اهلكار پشمول 5 كسان شهيدان شول ۔ چې پكښې حسېب انور،سميع الله،صفي الله او خير النساء شامل دي۔ د چاؤدني په نتيجه كښې د ماشومانو پشمول 13 كسان ژوبل شول چې پكښې امان الله،عائشه ،عينا،رونيرا،بابا،عنايا ،ام ارم،دلدار،اختر علي،انيس الرحمن ،ملك حمزه ،محمد عرفان،اميرحمزه،عبدالرزاق تنوير احمد او محمد عرفان شامل دي۔پوليس او سكيورټي فورسز په اطلاع ترلاسه كيدو د پېښ ځاے ته ورسيدل او مړه او ژوبل كسان يې په سمدستي توګه نزدې روغتون ته منتقل كړل ۔ پوليس او سكيورټي فورسز د سيمي ناكه بندي كولو سره پلټنې پيل كړې دي

مزید خبریں