پېښور 29 اکتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي د نهې په ورځ د حيات آباد انډسټريل ايريا دوره وكړه او انډسټريل ايريا كښې د اور لګېدو له امله د ځپلې كارخانې څارنه يې وكړه۔په دې موقع غضنفر بلور٬ د زمونګ ټيكسټائل(ډينز)فيكټرۍ مالك شيراز الدين٬جميل نواز پشمول نور سوداګر هم موجود وو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د انډسټريلسټ اېسوسي ايشن یپښور صدر او نورو سوداګرو لخوا د كارخانې زيان په …
د خېبرپښتونخوا ګورنر په حيات آباد انډسټريل ايريا كښې د اور لګېدو له امله د ځپلې كارخانې دوره وكره
پېښور 29 اکتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼدي د نهې په ورځ د حيات آباد انډسټريل ايريا دوره وكړه او انډسټريل ايريا كښې د اور لګېدو له امله د ځپلې كارخانې څارنه يې وكړه۔په دې موقع غضنفر بلور٬ د زمونګ ټيكسټائل(ډينز)فيكټرۍ مالك شيراز الدين٬جميل نواز پشمول نور سوداګر هم موجود وو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د انډسټريلسټ اېسوسي ايشن یپښور صدر او نورو سوداګرو لخوا د كارخانې زيان په اړه خبر كړو۔صنعتي عهديدارو د اېف بي آر څخه د 5 كلونو ټيكس اسثتنٰی لپاره خواست وكړو۔په دې موقع مېډيا سره په خبرو كښې ګورنر ووئيل د متاثره كارخانې حالت په ليدلو ډېر خفه شوم٬ دې لپاره جے آئي ټي جوړېدل پكار دي چې دا غلطي د چا وه۔ګورنر ووئيل دا كارخانې زمونږ د صوبې نمائندكي كوي٬د وفاق نه چې څه هم مرسته پكار وي هغه به مونږ كوو۔











