لاهور۔28 اكتوبر (اے پي پي) د سپرېم كورټ بار اېسوسي اېشن كلنه ټاكنې سبا د نهې په ورځ كېږي ۔ د سپرېم كورټ بار اېسوسي اېشن ټاكنو له د لاهور پشمول د ټول هېواد په نورو برخو كښې پولنګ اسټېشنز جوړ كړے شوي٬ چرته به چې 4021 وكيلان خپل ووټونه اچوي۔ د سپرېم كورټ بار په ټاكنو كښې به د لاهور څخه يوازې د 14 سوه نه زياته وكيلان خپل …
د سپرېم كورټ بار اېسوسي اېشن كلنه ټاكنو له پولنګ سبا كېږي
لاهور۔28 اكتوبر (اے پي پي) د سپرېم كورټ بار اېسوسي اېشن كلنه ټاكنې سبا د نهې په ورځ كېږي ۔ د سپرېم كورټ بار اېسوسي اېشن ټاكنو له د لاهور پشمول د ټول هېواد په نورو برخو كښې پولنګ اسټېشنز جوړ كړے شوي٬ چرته به چې 4021 وكيلان خپل ووټونه اچوي۔ د سپرېم كورټ بار په ټاكنو كښې به د لاهور څخه يوازې د 14 سوه نه زياته وكيلان خپل د ووټ اچولو حق استعمالوي۔ پولنګ به سهار د 8 بجو نه شروع كېږي او تر مازيګر 5 بجو به دوام لري ٬ د سپرېم كورټ باراېسوسي اېشن له د صدر بشمول د 8 بېلا بېلو چوكو لپاره د 17 كسانو ترمينځه مقابله ده۔ د صدارت په چوكۍ د ميا روف عطا او د منير احمد كاكړ تر مينځه يو په يو مقابله ده۔دغسې د دواړو صدارتي اميدوارانو تعلق د بلوچستان صوبې څخه دے ۔











