د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د مقبوضه کشمیر اولس سره د يووالي قرارداد په متفقه توګه منظور کړو،د بشري حقونو د خلاف ورزو غندنه

پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په مقبوضه جموں او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزو غندنه كولو سره د مقبوضه جموں او کشمیر اولس سره د يووالي قرارداد په متفقه توګه منظور کړو۔د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ خصوصی غونډه د اتوار په ورځ د ډپټی سپیکري ثریا بی بی په مشرۍ كښې د تلاوت کلام پاك څخه پيل شوه۔دا غونډه د 27 اکتوبر 1947ء ورځ …

پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په مقبوضه جموں او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزو غندنه كولو سره د مقبوضه جموں او کشمیر اولس سره د يووالي قرارداد په متفقه توګه منظور کړو۔د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ خصوصی غونډه د اتوار په ورځ د ډپټی سپیکري ثریا بی بی په مشرۍ كښې د تلاوت کلام پاك څخه پيل شوه۔دا غونډه د 27 اکتوبر 1947ء ورځ مقبوضه کشمیر كښې د هندي سرکار د اړخه د زور په طاقت په مقبوضه وادی د قبضے په ضد د توري ورځ غندني لپاره په خاص توګه رابللې شوي وه۔ تلاوت کلام پاك نه بس حکومتی او اپوزیشن غړو د اسمبلۍ د اړخه كشميريانو سره د يووالي څرګندوني كولو شريك قرارداد وړاندې كړو۔دا قرارداد آفتاب عالم ، عدنان قادری، مشتاق احمد غنی، احمد کندی، محمد عبد السلام آفریدی او محمد اعظم خان مقبوضه جموں او کشمیر اولس سره د يووالي خرګندوني لپاره په متفقه توګه وړاندې شوې۔ ډپټی سپیکري په وينا ټولو غړو د اسمبلۍ په خوا كښې د كشميريانو سره د يووالي څرګندوني له واك وكړو۔په دې موقع د اسمبلۍ پخوانۍ غړي نګهت یاسمین اورکزئی په خصوصی توګه ګډون وكړو۔

مزید خبریں