په ټول بلوچستان كښې به د كشمير يوم سياه په بشپړه ډول لمانځلې شي۔مرزا شمشاد

كوئټه 25 اکتوبر(اے پي پي) سياسي او سماجي لارښود مرزا شمشاد خپل بيان كښې وئېلي دي د اكتوبر په 27مه نېټه به د كشمير يوم سياه په ټول بلوچستان كښې په بشپړه ډول لمانځلې شي۔د كشميريانو هلې ځلې د آزادۍ منزل ته نزدې دي او د كشمير د آزادۍ نمر به ډېر زر راوخيژي۔دا خبره ده د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې وكړه ۔مرزا شمشاد …

كوئټه 25 اکتوبر(اے پي پي) سياسي او سماجي لارښود مرزا شمشاد خپل بيان كښې وئېلي دي د اكتوبر په 27مه نېټه به د كشمير يوم سياه په ټول بلوچستان كښې په بشپړه ډول لمانځلې شي۔د كشميريانو هلې ځلې د آزادۍ منزل ته نزدې دي او د كشمير د آزادۍ نمر به ډېر زر راوخيژي۔دا خبره ده د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې وكړه ۔مرزا شمشاد ووئېل د بلوچستان او كوئټه اولس به د اكتوبر په 27مه نېټه د كوئټې پشمول په ټوله صوبه كښې د كشميريانو بې ګناه اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ده ووئيل د لاكهونو هندي عسكرو د ظلم سره مخ كشميريانو سره د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره په روانو ھلو ځلو كښې د بلوچستان اولس تل لكه د وروڼو خوئېندو ولاړ پاتي دے ۔

مزید خبریں