په نامساعد حالاتو كښې د پولیو مخ نيوي كمپائن په چلولو هولډرز ته سلام كوم

پیښور۔ 24 اکتوبر (اے پي پي)وزیراعلې سردار علی امین خان ګنډاپور په نامساعد حالاتو كښې د پولیو مخ نيوي كمپائن په چلولو ټول سټیک هولډرز ته سلام كولو سره وئېلې دي په مشکل حالات كښې د پولیو مخ نيوي كمپائن چلول د كوم جهاد نه کم نه دي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د پولیو مخ نيوي نړيوالې ورځ په مناسبت سره پیښور كښې دستورې ته وكړه . وزیراعلی …

پیښور۔ 24 اکتوبر (اے پي پي)وزیراعلې سردار علی امین خان ګنډاپور په نامساعد حالاتو كښې د پولیو مخ نيوي كمپائن په چلولو ټول سټیک هولډرز ته سلام كولو سره وئېلې دي په مشکل حالات كښې د پولیو مخ نيوي كمپائن چلول د كوم جهاد نه کم نه دي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د پولیو مخ نيوي نړيوالې ورځ په مناسبت سره پیښور كښې دستورې ته وكړه . وزیراعلی ووئېل د پولیو كمپائن كښې زمونږ پولیو ورکرز او د قانون نافذ کوونكو ادارو ځوانانو قربانۍ وركړي ، مونږ صوبې نه د پولیو خاتمې له عزم لرو. وزیراعلی ووئېل اولس ته خواست دے چې په كومه هم سيمه کسی د سهولیات نه لرلو په سبب د پولیو كمپائن بائیکاټ ونه كړې ،په دغسې كولو زمونږ د كوچنيانو زيان كېږي ۔ ده ووئېل اولس ته بنیادي اسانۍ وركول د حکومت ذمه واري ده ، مونږ دا ذمه واري تر سره كوو، په كومو سيمو كښې چې سهولیات کم دي مونږ هغه پورا كولو له کار كوو۔ وزیراعلی ووئېل په راروان د پولیو مخ نيوي كمپائن كښې به هغې سېمې هدف ګرځولې شي كومې چې د بېلو وجوهاتو له امله پاتې شوې دي

مزید خبریں