د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د پوليس چارو په اړه غونډه

پېښور 23 اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د پوليس اړوندو چارو په اړه غونډه وشوه۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هاؤس څخه جاري اعلاميې له مخې چيف سېكرټري٬داخله اډېشنل چيف سېكرټري٬د پوليس لنډ مهاله انسپكټر جنرل او اړوندو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پوليس مضبوطولو لپاره د وزيراعلٰی احكامات او په پريكړو تراوسه د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو ۔په …

پېښور 23 اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د پوليس اړوندو چارو په اړه غونډه وشوه۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هاؤس څخه جاري اعلاميې له مخې چيف سېكرټري٬داخله اډېشنل چيف سېكرټري٬د پوليس لنډ مهاله انسپكټر جنرل او اړوندو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پوليس مضبوطولو لپاره د وزيراعلٰی احكامات او په پريكړو تراوسه د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو ۔په دې موقع اړوندو چارواكو لخوا وزيراعلٰی ته په پوليس كښې د نوو چوكو تخليق كولو ٬پوليس كښې د بهرتۍ عمل٬ د ګاډو اخستلو او نورو چارو په ره بريفنګ وركړو۔بريفنګ له مخې د امن او امان موجوده صورتحال تر مخه سوئېلي اضلاع لپاره پوليس كښې د مختلف رينكس 1356 نوې چوكۍ تخليق كړی شوي٬په دې چوكو كښې د 1200 كانسټيبلز د بهرتۍ عمل په آخري پړاؤ كښې دے او ډېر زر به تقرر نامه جاري كړې شي۔بريفنګ له مخې په دې كښې سب انسپكټرز٬اسسټنټ سب انسپكټرز او د هيډ كانسټيبل په چوكو د مروج طريقه كار له مخې بهرتۍ كولې شي ٬د وزيراعلٰی په خاص هدايت د پوليس شهيدانو بچي د اسسټنټ سب انسپكټر په توګه بهرتۍ لپاره ټاكلې كوټه 5 فيصد تر 12.5 فيصد كړی شوې ۔بريفنګ له مخې د نوې كوټې له مخې تراوسه 246 چوكو باندې د بهرتۍ عمل بشپړ كړے شوے ٬تراوسه د شهيدانو د بچو د نوې كوټې له مخې پیښور ريجن كښې 85 ٬ مردان كښې 51 ٬ ډي آئي خان كښې 24 ٬ كوهاټ كښې 25 ٬ مالاكنډ كښې 35 او بنو كښې 26 اسستنټ سب انسپكټرز بهرتي كړې شوي۔د بريفنګ له مخې د شهيدانو د بچو كوټې له مخې پیښور٬مالاكنډ او ډي آئي خان ريجنز كښې نور 72 اسستنټ سپ انسپكټرز راتلونكو څو ورځو كښې به بهرتي كړې شي٬د دې سروس كوټې له مخې 1153 چوكو باندې بهرتۍ لپاره كېس پبلك سروس كمېشن ته لېږلے شوے ۔غونډې ته د وينا كولو په مهال د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګندا پور ووئېل د پوليس لپاره د ګاډو اخستلو او نوو چوكو په اړه د بهرتۍ عمل د لږ په لږ وخت كښې به بشپړولې شي٬د پبلك سروس كمېشن د لارې پوليس لپاره د بهرتۍ عمل وړومبې ترجيع ده٬امن او امان ته موجود صوبائي حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل پوليس ته د موجوده صورتحال مخ نيوي لپاره ټول ترلاسه وسائل په ترجيحي بنيادونو وركولې شي۔۔

مزید خبریں