پاكستان د ماحولياتي چېلنجونو په اړه خپلو ذمه وارو څخه خبر دے او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په دې جدي مسئله قابو موندلو له لوظي دے۔ موسمياتي بدلون انسانيت ته پېښ تر ټولو لوئے چېلنج جوړ شوے۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ماحولياتي بدلون په اړه سائنس پالېسي كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان د ماحولياتي چېلنجونو په اړه خپلو ذمه وارو څخه خبر دے او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په دې جدي مسئله قابو موندلو له لوظي دے۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د ماحولياتي بدلون په اړه سائنس پالېسي كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان قامي ماحولياتي پالېسي خپله كړې او د …

اسلام آباد ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان د ماحولياتي چېلنجونو په اړه خپلو ذمه وارو څخه خبر دے او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په دې جدي مسئله قابو موندلو له لوظي دے۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د ماحولياتي بدلون په اړه سائنس پالېسي كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان قامي ماحولياتي پالېسي خپله كړې او د موسمي بدلون اثراتو مخنيوي له ئې د خپل بجټ 8 فيصد برخه بېله كړې۔ ده ووئيل پارلمان هم په دې لړ كښی ګام پورته كړې او د قامي موسمياتي بدلون اتھارټي او د قامي موسمياتي بدلون كونسل په ډول دوه ادارې جوړې كړې شوي۔ ده وئيل حكومت د قدرتي آفتونو اثراتو مخنيوي له لوظي دے۔ ده ووئيل پاكستان په كال 2015ء كښې د موسمياتي بدلون په اړه د پېرس لوظنامې توثيق كړې ؤ۔ او د مضر ګېسونو تر 20 فيصد كمولو له په دې اړه د اصولو خيال ساتي۔ ده ووئيل پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف زيات عزم سره دې مسئلې ته پام لرنه كړې وه۔ وزیراعظم ووئيل موسمياتي بدلون انسانيت ته پېښ تر ټولو لوئے چېنلج جوړ شوے۔ او د تبدېلي په دې اثراتو قابو موندلو له نړيواله ورورلي په پلېټ فارم متحد ده۔ شاهد خاقان عباسي هېواد كښې د سموګ مسئلې ذكر كولو سره ووئيل دې مسئلې ته خاص پام وكړې شي۔ ده ووئيل د خوش قسمتۍ نه پاكستان پاك صفا توان كاروي او د بنيادي توان 50 فيصد ګاز څخه ترلاسه كېږي۔ دې سره سره 20 فيصد پن برېښنا او نورو وسائلو څخه ترلاسه كوي۔ وزیراعظم هيله ولرله چې دا كنفرنس به د موسمياتي بدلون په اړه د معلوماتو او علم تبادلې لپاره د پوهانو ترمينځھ د فعاله رابطې سوب وګرځي۔

مزید خبریں