د قامي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر كوئټه كښې په چرچ د بريد په سختو ټكو كښې غندنه

اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي كوئټه كښې په چرچ د ترهګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د دې پېښې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې دواړو لارښودو دا د بربريت يوه د شرم وړ پېښه …

اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي كوئټه كښې په چرچ د ترهګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د دې پېښې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې دواړو لارښودو دا د بربريت يوه د شرم وړ پېښه وګرځوله۔ دوئي ووئيل په داسې كاروايو كښې ككړ عناصر د انسانيت او هېواد دښمنان دي۔ دوي غمجنيو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔

مزید خبریں