د آرمي پبلك سكول كوچنيانو د شهادت په ورځ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې شو۔ د اے پي اېس د بې ګناه شهيدانو ياد به ټول عمري زمونږ په زړونو كښې تازه وي او دې سره به د آخري ترهګر تر ختمولو زمونږ عزم له مضبوطېږي۔ مونږ هېواد څخه د ترهګرۍ بېخي ختمولو لوظ كوؤ او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوېنې وړاندې كوؤ۔ پمز روغتون سره لوظنامې سره نن خبريالانو ته ددوئي حق وركړې شو۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پمز روغتون او نېشنل پرېس كلب ترمينځه د تفاهم يادښت ترسېوري لاندې د اهليتي صحت كارډ اجراﺀ دستورې ته خطاب

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د آرمي پبلك سكول كوچنيانو د شهادت په ورځ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې شو۔ د اے پي اېس د بې ګناه شهيدانو ياد به ټول عمري زمونږ په زړونو كښې تازه وي او دې سره به د آخري ترهګر تر ختمولو زمونږ عزم له مضبوطېږي۔ مونږ هېواد څخه …

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د آرمي پبلك سكول كوچنيانو د شهادت په ورځ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې شو۔ د اے پي اېس د بې ګناه شهيدانو ياد به ټول عمري زمونږ په زړونو كښې تازه وي او دې سره به د آخري ترهګر تر ختمولو زمونږ عزم له مضبوطېږي۔ مونږ هېواد څخه د ترهګرۍ بېخي ختمولو لوظ كوؤ او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوېنې وړاندې كوؤ۔ هېواد كښې د جمهوريت پرله پسې پاتې كېدل د اولس په ګټه وي۔ د هېواد پرمختګ او ښه والي له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔ كومه صوبه چې د روغتيا غوره اسانۍ وركړي بايد د هغې ستائنه وكړې شي او نورې صوبې هم بايد د دې تقليد وكړي۔ د اعلی وزير شهباز شريف د روغتيا په څانګه كښې خذمات زمونږ لپاره يو مثال دي۔ موجوده جمهوري حكومت آزادۍ سره د رائې په څرګندونه باور لري مونږ ټول عمري د خبريالانو د حقونو او ساتنې خبره كړې ده۔ د پخواني وزيراعظم د وېژن ترمخه د هېواد په بېلو سيمو كښې اولس ته د روغتيا بنيادي اسانۍ وركولو له وزيراعظم صحت كارډ جاري كړې شوې۔ پمز روغتون سره لوظنامې سره نن خبريالانو ته ددوئي حق وركړې شو۔ ددې خيالاتو څرګندونه دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پمز روغتون او نېشنل پرېس كلب ترمينځه د تفاهم يادښت ترسېوري لاندې د اهليتي صحت كارډ اجراﺀ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې لوظنامې سره به د نېشنل پرېس کلب 2800 غړو ته پمز كښې د اهليت (انټائټلمنټ) په بنياد د درملنو اسانۍ ترلاسه وي۔ دوهمې وزيرې خپل خطاب څخه وړادې د اے پي اېس شهيدانو لپاره دعا وكړه۔ مريم اورنګزېب خپل خطاب كښې د تېرو څلورو كلونو په مهال د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په كاميابو ترلاسه كولو امنيتي ځواكونو ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو او د پاكستاني قام قربانيو ته د عقيدت پېرزوېنې وړاندې كولو سره ووئيل ددې په هڅو په سوب به كه لوي څښتن ته منظور وي راتلونكې دور به ترهګرۍ څخه پاك وي او پاكستان به د ام مركز جوړ شي۔ دې ووئيل پمز پوهنتون سره لوظنامې سره نن څخه خبريالانو ته ددوئي حق وركړې شو۔ دې ووئيل موجوده حكومت د خبريالانو ساتنې او د پېشه ورو چارو په ترسره كولو كښې دوئي ته د غوره چاپېرچل وركول باوري كولو له هڅې كوي۔ دې ووئيل د خبريالانو د سېفټي او سېكورټي په اړه د بل په مسوده د قانون وزارت سره مشاورت روان دے۔ دې ووئيل د خبريالانو ستونزې هوارول د حكومت ذمه واري وي او موجوده حكومت تل د خبريالانو د حقونو خبره كړې۔ دې د پمز انتظاميې او د ډاكټر فضل چوهدري هڅې هم وستائلې د كومو په نتيجه كښې چې خبريالانو د دوئي حق ترلاسه شوې۔ دې څخه وړاندې د اے پي اېس كليزې په مهال خپل پېغام كښې دې ووئيل د آرمي پبلك سكول پېښور كوچنيان زمونږ تر ټولو كم عمره شهيدان دي۔ ددې شهيدانو قربانۍ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې كړې۔ دې ووئيل ترهګري د اسلام ٬ پاكستان او اولس په ضد د دښمنانو سازش دے۔ دې ترهګرۍ د رنګ ٬ نسل ٬ مذهب ٬ عقيدې ٬ عمر او جنس نه پرته پاكستاني وګړي په نښه كړي۔ دې ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ويژن ترمخه د پورته كړې شويو ګامونو ٬ د پاك پوځ ٬ پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو ځانګړې قربانيو سره هېواد كښې امن په ځائې شوې۔ د ترھګرۍ ختمولو له زمونږ د ځوانانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ دې ووئيل د اے پي اېس پېښې ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې كړې۔ مونږ به ددې كوچنيانو قرباني ټول عمري ياد ساتو۔ دې ووئيل د اے پي اېس ټولو شهيدانو كورنيو ته د عقيدت سلام وړاندې كوم۔ ددوئي حوصلې د وياړ وړ دي۔

مزید خبریں