اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او د خپلې كاركردګۍ په بنياد به اولسي ملاتړ ترلاسه كولو سره د كال 2018 په ټاكنو كښې يو ځل بيا حكومت جوړوي٬ يو سازش نه نه وېرېږو٬ د مسلم ليګ (ن) حكومت اقداماتو له امله د لوئے څښتن په فضل پاكستان د …
د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او د خپلې كاركردګۍ په بنياد به اولسي ملاتړ ترلاسه كولو سره د كال 2018 په ټاكنو كښې يو ځل بيا حكومت جوړوي٬ كوم سازش نه نه وېرېږو٬ د مسلم ليګ (ن) د حكومت اقداماتو له امله د لوي څښتن په فضل پاكستان په برېښنا كښې خود كفيل شوے د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د 147 مېګاٶاټ پترنډ هائېډرو پاور پراجېكټ پرانستې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او د خپلې كاركردګۍ په بنياد به اولسي ملاتړ ترلاسه كولو سره د كال 2018 په ټاكنو كښې يو ځل بيا حكومت جوړوي٬ يو سازش نه نه وېرېږو٬ د مسلم ليګ (ن) حكومت اقداماتو له امله د لوئے څښتن په فضل پاكستان د توان په څانګه كښې په خپلو پښو ودرېدلې۔ دا مهال زمونږ د برېښنا صلاحيت د طلب نه زيات دے٬ او د بېلا بېلو منصوبو او د بشپړېدونكو منصوبو څخه وروستو به پاكستان تر كال 2030 د برېښنا پېداوار كښې نور هم مضبوط شي۔ د مسلم ليګ (ن) د څلور نيمو كالو موازنه دې د كال 2002 نه تر كال 2013 د حكومتونو كارونو سره وكړې شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبره د جمعې په ورځ د 147 مېګاٶاټ پترنډ هائېډرو پاور پراجېكټ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان٬ وزيراعظم راجه حېدر ٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر٬ د آزاد كشمير ستر سېكتر٬ د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ وزيرانو پشمول د پترنډ هائېډرو پاور پراجېكټ اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د منصوبې په ترسره كېدو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل دا د پاكستان او كوريا د ملګرتيا يوه مهمه منصوبه ده چې ورسره به د آزاد كشمير د برېښنا حاجت ترسره شي۔ ده ووئيل منصوبه په وخت ترسره كېدل زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو 70 كلونو كښې بېلو حكومتونو 20 زره مېګاواټ بریښنا پېدا كړه۔ مونږ په څلور نيم كالو كښې قامي ګرډ كښې 10 زره څخه زياته مېګاواټ شامل كړې۔ دا مهم د څو زرو مېګاواټ منصوبې د بشپړ كېدو پړاؤ څخه تېرېږي۔ ده ووئيل د لواري ټنل منصوبه هم د مسلم ليګ (ن) حكومت سره ته رسولې۔ په بھاشا بند منصوبه كار روان دے۔ د ګوادر ترقۍ منصوبه هم پخوانۍ وه ددې كرېډټ موجوده حكومت ته ځي كوم چې دې لپاره بشپړ ګامونه پورته كړل۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان كښې اولنۍ موټروے د 90 په لسيزه كښې جوړه شوه۔ دې څخه وروستو هېڅ كار نه دے شوے۔ وزیراعظم ووئيل په نندي پور منصوبه هم ډېر ټكونه شوي۔ دا منصوبه په كال 2006ء كښې پېل شوه او تر كال 2013 په دې هېڅ پېشرفت نه ؤ شوې۔ موجوده حكومت دا منصوبه پايې ته ورسوله او نن دې منصوبې څخه په قامي ګرډ كښې 450 مېګاواټ برېښنا شاملولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د مسلم لیګ(ن) حكومت د آزاد كشمير پرمختيائي بجټ 11 ارب څخه زياتولو سره 22 ارب كړې۔ وزیراعظم ووئيل د 18 بدلون په منظورولو كښې برخه خو ټولو سياسي ګوندونو واخستله ولې د مسلم ليګ نون حكومت په دې عملدرآمد وكړو۔ صوبو ته چې څومره پېسه او وسائل موجود حكومت وركړل مثال نه لري۔ اوس دا د صوبو ذمه واري ده چې هغه د اولس ترقۍ او سوكالۍ له ګامونه پورته كړي










