په غزه د اسرائيلي پوځ تازه بريدونه – 9 فلسطيني وګړي شهيدان ٬ 21 ګرفتار كړې شول

غزہ ۔25 ستمبر(اے پی پی) په غزه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د اسرائيلي پوځ په تازه بريدونو كښې لږ تر لږ 9 كسان شهيدان شوي او په نورو كارروائيو كښې 21 فلسطيني وګړي ګرفتار كړې شوي دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال په مجموعي توګه 53 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ د الجزیرہ له مخې د شورؤ په ورځ د رفح ښار قطبي ختيځ حي النصر …

غزہ ۔25 ستمبر(اے پی پی) په غزه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د اسرائيلي پوځ په تازه بريدونو كښې لږ تر لږ 9 كسان شهيدان شوي او په نورو كارروائيو كښې 21 فلسطيني وګړي ګرفتار كړې شوي دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال په مجموعي توګه 53 فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ د الجزیرہ له مخې د شورؤ په ورځ د رفح ښار قطبي ختيځ حي النصر كلي په يو كور د بمبارۍ په نتيجه كښې يوه مور او د هغې 5 ماشومان شهيدان شول۔ د الجزيره له مخې اسرائيلي پوځ په مقبوضه لوئيديزه غاړه كښې په فوار پناہ ګزین کېمپ بريد وكړو٬ فلسطيني ډلو سره په نښتو كښې يۍ نېغ په نېغه ګولۍ وچلولې چې په نتيجه كښې يۍ 4 كسان ژوبل او يو فلسطينے وګړے شهيد شو۔ د فلسطين امنيتي ذريعو فلسطيني وفا نيوز ايجنسۍ ته وئيلي چې اسرائيلي ځواكونو د مقبوضه لوئيديزې غاړې په هبرون سيمه كښې د يوې چھاپې وهلو په مهال 6 ځايي وګړي ګرفتار كړل۔ دغسې ادھنا څخه يو او د نابلس په شمال كښې اسیرہ الشمالیاتو څخه 5 فلسطینی وګړي ګرفتار كړې شوي دي۔ په يوه بله پېښه كښې اسرائيلي ځواكونو د بېت المقدس په جنوب كښې دهیشی پناہ ګزین کېمپ څخه 9 فلسطيني وګړي ګرفتار كړي دي۔