نړۍ دا مهال يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده٬ د نړۍ يو شمېر خلق په ستونزو كښې بوخت دي او د ستونزو نه د وتلو لاره وي۔ د امريكې جمهور ريئس جوبائيډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) د امريكې جمهور ريئس جوبائيډن وئيلي دي نړۍ دا مهال يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده٬ د نړۍ يو شمېر خلق په ستونزو كښې بوخت دي او د ستونزو نه د وتلو لاره وي۔ د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل عمومي اسمبلۍ ته دا زمونږ څلورم او آخري خطاب دے٬ جوبائيډن ووئيل روسيه چې …

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) د امريكې جمهور ريئس جوبائيډن وئيلي دي نړۍ دا مهال يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده٬ د نړۍ يو شمېر خلق په ستونزو كښې بوخت دي او د ستونزو نه د وتلو لاره وي۔ د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل عمومي اسمبلۍ ته دا زمونږ څلورم او آخري خطاب دے٬ جوبائيډن ووئيل روسيه چې په يوكرائن بريد وكړو نو مونږ برې غلي پاتې كېدے شو خو هغسې مونږ ونه كړل٬ مونږ د روسيه په ضد صف آرا شو او نن ناټو د وړاندې نه زياته مضبوطه ده٬ ده ووئيل چين له به په معاشي مقابله كښې د ذمه وارۍ څرګندونه كول وي۔ په غزه كښې د اسرائيل د روان يرغل په اړه جوبائيډن ووئيل نړۍ له د 7 اكتوبر د وخشتونو نه شاته كېدل پكار نه دې٬ په غزه كښې وګړي او يرغمال شوي كسان د وخشت د لمحو څخه تېرېږي۔ د امريكې جمهور ريئس ووئيل په غزه كښې د زرګونو په شمېره فلسطينيان او كوچنيان ډېرو سختو حالاتو سره مخ دي، په مېنځني ختيز كښې جنګ خپرېدل د چا په حق كښې نه دے٬ د هرې مسئلې سفارتي حل ممكن دے، د فلسطين مسئلې حل په دوه رياستي قيام كښې دے٬ جوبائيډن ووئيل په غزه كښې د جنګ بندۍ او د يرغمال شوو كسانو كورونو ته د ستنېدو حتمي لوظنامې له وخت راغلے۔ جوبائيډن ووئيل په سوډان كښې د كورني خونړي جنګونو په سبب اتيا لكه كسان لوږې سره مخ دي ٬ نړۍ له به په سوډان كښې جنګيالو ته وسله وركول بندول وي۔ صدر جوبائيډن ووئيل امريكې تر كال 2030 د ګاز اخراج كښې 50 فيصده كمي كولو پلو روانه ده، د پاك توان څخه تر ټېكنالوجۍ جدت د ګردې نړۍ حق دے۔ صدر جوبائيډن ووئيل ملګرو ملتونو له به په نړۍ كښې امن قائمولو لپاره خپل بنيادي كار پلو ګرځېدل وي۔ جوبائيډن ووئيل د مصنوعي ذهانت ذمه وار استعمال پكار دے، مصنوعي ذهانت لپاره نړيوال قوانين جوړولو ته اړتيا ده