د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 79مه كلنه غونډه پېل شوه٬ فلسطينيانو له د اجتماعي سزا وركولو هېڅ جواز نشته ۔انتونيوګوتريس

نيويارك 24ستمبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 79مه كلنه غونډه پېل شوه۔د نهې په ورځ پرانستې غونډې ته د وينا كولو په مهال د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د نړۍ پام غزه كښې روانو ظلمونو پلو وګرځولو ۔ده ووئيل په غزه كښې د تعطل نه غېر بمباري يو يرونكے خوب دے٬ فلسطينيانو له اجتماعي سزا وركولو هېڅ جواز نه لري۔انتونيو ګوتريس ووئېل تاؤ تريخوالي او تشدد كښې …

نيويارك 24ستمبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 79مه كلنه غونډه پېل شوه۔د نهې په ورځ پرانستې غونډې ته د وينا كولو په مهال د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د نړۍ پام غزه كښې روانو ظلمونو پلو وګرځولو ۔ده ووئيل په غزه كښې د تعطل نه غېر بمباري يو يرونكے خوب دے٬ فلسطينيانو له اجتماعي سزا وركولو هېڅ جواز نه لري۔انتونيو ګوتريس ووئېل تاؤ تريخوالي او تشدد كښې د زياتوالي له امله اوس لبنان د جنګ په حالت كښې دے٬لبنان يوه بله غزه نه دي جوړېدل پكار۔ده ووئيل د سزا څخه استثنٰی او د مساوات نشتوالي رجحانات د نړۍ لپاره زياته خطره لري ۔په نړۍ كښې د سزا څخه د استثنٰی رجحان سياسي او اخلاقي لحاظ سره د برداشت وړ نه دے۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل وينا وه چې نړيواله ورورولي دې په غزه كښې سمدستي جنګ لپاره شريك اقدامات وكړي او دوه رياستي حل دې كامياب كړي۔

مزید خبریں