هندي پوځ په چھتيس ګړھ كښې د مېرمن پشمول درې كسان ووژل

رائے پور 24 ستمبر (اے پي پي) هندي پوځ په كركېچن ايالت چھتيس ګړھ كښې د عملياتو په مهال د مېرمن پشمول درې كسان وژلي دي ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې هندي ځواكونو د ضلع نارائن پور په ابوجماد سيمه كښې د محاصرې او تلاشۍ په مهال دوه ځوانان او يوه مېرمن وژلي دي ۔ هندي پوځ د بشري حقونو خلاف ورزۍ پټولو لپاره وژلي شوي كسان "نکسل …

رائے پور 24 ستمبر (اے پي پي) هندي پوځ په كركېچن ايالت چھتيس ګړھ كښې د عملياتو په مهال د مېرمن پشمول درې كسان وژلي دي ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې هندي ځواكونو د ضلع نارائن پور په ابوجماد سيمه كښې د محاصرې او تلاشۍ په مهال دوه ځوانان او يوه مېرمن وژلي دي ۔ هندي پوځ د بشري حقونو خلاف ورزۍ پټولو لپاره وژلي شوي كسان “نکسل وادي” ګرځولي۔ پوليس له مخې مېرمن او دوه ځوانان نکسل مخالف آپريشن كښې وژلې شوي او په سيمه كښې لټون اوس هم روان دے۔ پوليس ووئيل تازه پېښې سره سږ كال په چھتيس ګړھ كښې د بېلا بېلو كاروائيو په مهال د وژلے شوو نكسل واديز شمېره 157 ته رسېدلې ده۔