غزہ ۔24ستمبر(اے پی پی) په غزه كښې د تېر كال اكتوبر مياشتې څخه د پېل شوو اسرائيلي عسكري كارروائيو په نتيجه كښې تر 13 ستمبر 41,455 فلسطینی وګړي شهیدان ، نور د زرګونو په شمېر ټپيان ٬ په لكھونو بې كوره شوي دي٬ يو لك 70 زره ودانۍ تباه كړې شوي دي ٬ اسرائيلي بريدونو كښې د غزہ 60 فیصد جوماتونه ٬ 90 فيصد سكولونه او ګڼ شمېر روغتونونه په …
په غزه كښې په اسرائيلي عسكري كارروائيو كښې 41 زره فلسطيني وګړي شهيدان ٬ د لكھونو په شمير بې كوره ٬ د جوماتونو ٬ سكولونو او روغتونونو په شمول يو لك 70 زره ودانۍ ٬ زرعي زمكې او سړكونه تباه شوي دي٬ رپورټ

مزید خبریں
غزہ ۔24ستمبر(اے پی پی) په غزه كښې د تېر كال اكتوبر مياشتې څخه د پېل شوو اسرائيلي عسكري كارروائيو په نتيجه كښې تر 13 ستمبر 41,455 فلسطینی وګړي شهیدان ، نور د زرګونو په شمېر ټپيان ٬ په لكھونو بې كوره شوي دي٬ يو لك 70 زره ودانۍ تباه كړې شوي دي ٬ اسرائيلي بريدونو كښې د غزہ 60 فیصد جوماتونه ٬ 90 فيصد سكولونه او ګڼ شمېر روغتونونه په نخښه كړې شوي دي۔ زرعي زمكې او سړكونه هم ويجاړ كړې شوي دي۔ د اے اېف پی لخوا د جاري شو رپورټ له مخې د جنګ پېل كېدو څخه وړاندې په 365 مربع کلومیټر غزہ پټۍ كښې 24 لکه وګړي مېشته وو چې له امله يۍ غزه په مخ د زمكه زياته آبادي لرونكو سيمو كښې شمېرلې شوه۔ د جنګ پېل كېدو څخه وروستو د اسرائيلي پوځي كارروائيو په نتيجه كښې تر 13 ستمبر 2024 د غزه پټۍ نزدې 59 فیصده ودانۍ تباه كړې شوي دي۔ د سیټلائټ عكسونو له مخې د تباه كړې شويو عمارتونو شمېره نزدې 169,000 ده۔ د مصر پولې ته نزدې د غزه سوئيلي ښار رفح نزدې نيم تباه كړې شوې دې۔ د ملګرو ملتونو د سېټلائټ سېنټر (یو اېن او سېټ) او جغرافیائی ډېټابېس’ اوپن سټریټ میپ ‘ډیټا څخه دا معلوميږي چې د غزه 60 فیصده څخه زياتو جوماتونو ته زيان رسېدلے يا ويجاړ كړې شوي دي۔ د اسرائيل په بريدونو كښې 85 فيصده سكولونو ته زيان رسولے شوے دے۔ د یونیسیف تر اهتمام لاندې چلېدونكي 477 سكولونه زيانمن كړې شوي دي۔ په اسرائیلی بريدونو كښې د غزہ 68 فیصده يعني 102 مربع کلومیټر زرعی زمكه تباه شوې ده۔ دغسې په غزه كښې د سړكونو د نېټ و رك 58 فيصده برخه تباه شوې ده۔ د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوټیرس د روانې مياشتې په مهال په يو بيان كښې په غزه كښې د اسرائيلي بريدونو د لاسه شوې تباهي ناقابل تصور ګرځولې وه۔ ده ووئيل چې په خپل منصب له تعينات كېدو وروستو ما داسې تباهي په ګرده نړۍ چرته هم نه وه ليدلې۔







