بیجنګ۔24 ستمبر(اے پی پی) چین خپلو وګړو ته زر تر زره د اسرائيل پرېښودلو هدايت كړے دے۔ د ټی آر ټی له مخې په تل ابيب كښې د چين سفارتخانې څخه په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې په اسرائیل۔ لبنان پوله پوځي نښتو كښې شدت رامخے ته شوے دے چې له امله يۍ امنيتي صورتحال غېر يقيني شوے دے۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې مونږ …
د چين خپلو وګړو ته د اسرائيل پريښودلو هدايت

مزید خبریں
بیجنګ۔24 ستمبر(اے پی پی) چین خپلو وګړو ته زر تر زره د اسرائيل پرېښودلو هدايت كړے دے۔ د ټی آر ټی له مخې په تل ابيب كښې د چين سفارتخانې څخه په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې په اسرائیل۔ لبنان پوله پوځي نښتو كښې شدت رامخے ته شوے دے چې له امله يۍ امنيتي صورتحال غېر يقيني شوے دے۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې مونږ خپلو چينائي وګړو ته اپيل كوؤ چې هغوي يا خو زر تر زره خپل هېواد ته ستانه شي او يا پاتې كېدو سره زياتو محفوظو سيمو ته لاړ شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په 20 ستمبر د لبنان په پلازمينه بېروت د اسرائيلي فضائي بريد څخه وروستو سيمه اييز تاؤ تريخوالې زيات شوے دے۔ په اسرائیل۔لبنان پوله د تېر كال 8 اکتوبر څخه تر دې دمه د فريقينو ترمينځه روانو نښتو كښې وخت په وخت شدت رامخے ته كيږي۔







