بيجنګ 23 ستمبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د سري لنکا مارکسسټ قانون ساز انورا کمارا ډسانائيکا ته په صدارتي انتخاب كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره وئيلي دي چين د خپل بېلټ اېنډ روډ انيشيټو(بي آر آئي) له مخې سري لنکا سره مرسته پراخه كولو لپاره هيله لري۔ د سرکاري خپرونې ادارې سي سي ټي وي له مخې د چين صدر انورا کمارا ډسانائيکا په …
سري لنکا سره د بي آر آئي مرسته قوي كول غواړو۔ چين

مزید خبریں
بيجنګ 23 ستمبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د سري لنکا مارکسسټ قانون ساز انورا کمارا ډسانائيکا ته په صدارتي انتخاب كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره وئيلي دي چين د خپل بېلټ اېنډ روډ انيشيټو(بي آر آئي) له مخې سري لنکا سره مرسته پراخه كولو لپاره هيله لري۔ د سرکاري خپرونې ادارې سي سي ټي وي له مخې د چين صدر انورا کمارا ډسانائيکا په نامه خپل پېعام كښې ده ووئيل چين سري لنكا سره خپلو اړيكو ته زيات اهميت وركوي او خپله روايتي دوستي جاري ساتلو او شريك سياسي اعتماد زياتولو لپاره د سري لنكا نوي صدر سره كار كولو له چمتو دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د فليګ شپ منصوبې بي آر آئي له مخې به دوه اړخيزه مرسته لا قوي شي







