ریاض 23 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب پايه تخت رياض كښې د پاکستان سفارتخانې د هېواد 94مي قامي ورځې په موقع د سعودی عرب سره سټریټجک شراکت داری لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے كړے ۔په دې موقع د پاکستان سفارت د هېواد مشرتابه او اولس ته پيرزوئنې وړاندې كولو له په عربۍ ژبه كښې د يو خصوصي ویډیو ټریبیوټ جاری کړو او سيمه ايز امن، پرمختګ …
پاکستان د سعودی عرب په قامي ورځ سټریټجک شراکت داري لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے

مزید خبریں
ریاض 23 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب پايه تخت رياض كښې د پاکستان سفارتخانې د هېواد 94مي قامي ورځې په موقع د سعودی عرب سره سټریټجک شراکت داری لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے كړے ۔په دې موقع د پاکستان سفارت د هېواد مشرتابه او اولس ته پيرزوئنې وړاندې كولو له په عربۍ ژبه كښې د يو خصوصي ویډیو ټریبیوټ جاری کړو او سيمه ايز امن، پرمختګ او سوكالۍ لپاره په ګډه كار كولو لپاره يې د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ د سفارت خانې نه جاري شوي پرېس ریلیز كښې ووئيل شول دا څرګندونه د پاکستان او سعودی عرب ترمينځه د تاریخی او سټریټجک اړيكو ثبوت دے۔ ويډيو كښې سفارت خانې د دواړو هېوادونو ترمينځه كوټلې او د ورورولۍ اړيكې رامخې ته كړي كومې چې په شريك احترام،كلتوري اقدارو او بيلو څانګو كښې په مرسته اډانه دي۔ ويډيو كښې وئيل شول پاکستان او سعودی عرب په سيمه ايز او نړيوال پلیټ فارمز د يو بل پرله پسې مرسته کړې كومو سره چې اړيكي لا قوي شوي۔ سعودی عرب كښې د پاکستان سفیر احمد فاروق په دې موقع ووئيل مونږ نه يواځي د هېواد کامیابیو بلکه د پاکستان او سعودی عرب ترمينځه د خپلولۍ جشن هم لمانځو۔ د دې عظیم قام د قیادت او د وګړو سوكالۍ او پرمختګ له خوښي لرو۔ويډيو كښې تجارت، دفاع، تعلیم او كلتور كښې د څو لسيزو په مرسته اډانه سوكاله سباؤن لپاره شريك وژن هم رامخې ته كړے شوے۔










