بېروت 19 ستمبر (اے پي پي) د لبنان وزيراعظم نجيب ميقاتي وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې مسلسل تر دوه ورځو د اليکټرانک آلاتو چاٶدنې نه وروسته زمونږ قام د جنګ په حالت كښې دې٬ ده ووئيل د الېكټرانك آلات چاٶدنه ناقابل بيان جرم دے او دا معامله به په سلامتي كونسل كښې پورته كوٶ۔ د رشيا ټو ډے له مخې په چاٶدنې د ژوبل شوي پوښتنې په موقع ميډيا …
زمونږ هېواد د جنګ په حالت كښې دې٬ د الېكټرانك آلاتو معامله به په سلامتي كونسل كښې پورته كوٶ۔ د لبنان وزيراعظم

مزید خبریں
بېروت 19 ستمبر (اے پي پي) د لبنان وزيراعظم نجيب ميقاتي وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې مسلسل تر دوه ورځو د اليکټرانک آلاتو چاٶدنې نه وروسته زمونږ قام د جنګ په حالت كښې دې٬ ده ووئيل د الېكټرانك آلات چاٶدنه ناقابل بيان جرم دے او دا معامله به په سلامتي كونسل كښې پورته كوٶ۔ د رشيا ټو ډے له مخې په چاٶدنې د ژوبل شوي پوښتنې په موقع ميډيا سره په خبرو كښې د لبنان وزيراعظم ووئيل بې ګناه وګړي په كورونو كښې دا ډول وژن ناقابل بيان جرم دے۔ ده ووئيل چې لبنان اسرائيل سره د جنګ په حالت كښې دې كوم چې 11 مياشتې وړاندې پېل شوې ٶ او دا په سوئيل كښې زمونږ وګړي متاثره كوي چرته چې د دوي كورونه تباه كېږي۔ وزيراعظم يو ځل بيا اسرائيل د اليکټرانک آلات د چاٶدنو ذمه وار ګرځولو سره ووئيل چې د اسرائيل د تېرو 75 كالو ټول تاريخ مجرمانه دے










