اوټاوا 19 ستمبر (اے پي پي) د کاناډا حكومت غېر ملكي زده كوٶنكو لپاره د سټډي پرمټس شمېره كښې نور كمي كولو سره په دې لړ كښې د اړوند قوانين لا سختولو اعلان كړے دے۔ د اردو نيوز له مخې د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو خپل اېکس پوسټ كښې ووئيل مونږ سږ كال غېر ملكي زده كوٶنكو ته د پرمټس په شمېره كښې 35 فيصده كمے كوٶ او په راتلونكې …
د کاناډا حكومت د سټډي پرمټس شمېره كښې د 35 فيصده كمي اعلان وكړو

مزید خبریں
اوټاوا 19 ستمبر (اے پي پي) د کاناډا حكومت غېر ملكي زده كوٶنكو لپاره د سټډي پرمټس شمېره كښې نور كمي كولو سره په دې لړ كښې د اړوند قوانين لا سختولو اعلان كړے دے۔ د اردو نيوز له مخې د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو خپل اېکس پوسټ كښې ووئيل مونږ سږ كال غېر ملكي زده كوٶنكو ته د پرمټس په شمېره كښې 35 فيصده كمے كوٶ او په راتلونكې كال كښې به په دې كښې لس فيصده نور كمے كوٶ۔ ده ووئيل امېګرېشن زمونږ معيشت لپاره ګټور دے خو چې كله خراب خلق د دې نظام ناسمه استعمال كوي او د زده كوونكو نه ګټه اخلي نو بيا مونږ كرېك ډاٶن كوٶ۔ د امېګرېشن شمېرو له مخې په كال 2023 كښې كاناډا پنځه لكه 9 زره 390 او په كال 2024 په وړومبو اوو مياشتو كښې يو لك 75 زره 920 پرمټس منظور كړي دي ٬ نوي اقدام سره به په كال 2025 كښئ د سټډي پرمټس شمېره د كمېدو نه پس 4 لكه 37 ته راشي۔









