د ماليزيا باچا سلطان ابراهيم سلطان سکندر به (نن) د چين دوره كوي

بيجنګ 18 ستمبر (اے پي پي) د ماليزيا باچا سلطان ابراهيم سلطان سکندر به (نن) د ستمبر په 19مه نيټه د چين سركاري دوره كوي۔ د شنهوا له مخې د چين خارجه وزارت وياند هوا چن ينګ د شورو په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې د چين صدر شي جن پنګ په بلنه بادشاه سلطان ابراهيم سلطان سکندر به د 19 نه تر 22 ستمبر د چين …

بيجنګ 18 ستمبر (اے پي پي) د ماليزيا باچا سلطان ابراهيم سلطان سکندر به (نن) د ستمبر په 19مه نيټه د چين سركاري دوره كوي۔ د شنهوا له مخې د چين خارجه وزارت وياند هوا چن ينګ د شورو په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې د چين صدر شي جن پنګ په بلنه بادشاه سلطان ابراهيم سلطان سکندر به د 19 نه تر 22 ستمبر د چين سركاري دوره كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې روايتي ملګرتيا ده٬ دواړه د يو بل ښه ګاٶنډيان او همكاران دي۔ د چين وياند ووئيل چې د ماليزيا باچا دا دوره د صدارت چوكۍ سنبهالولو نه وروسته د كوم غېر آسيان هېواد وړومبۍ دوره ده۔ د چين صدر به د ماليزيا خپل همڅنګ په درناوي كښې د استقباليې او مېلمستيا دستورې اهتمام كوي۔ د دورې په مهال به دې صدر شي جنګ پنګ او د چين وزيراعظم سره ملاقات كوي۔ د دې نه علاوه به د دورې په مهال د يو شمېر چارو احاطه هم كولې شي۔

مزید خبریں